امریکايي سناتور جان مکین په عسکري روغتون کې تر علاج لاندي دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا په کانګریس کې د پوځي کمیټې مشر جان مکین د سرطان ناروغۍ د علاج لپاره په پلازمینه واشنګټن کې په یوه پوځي روغتون کې بستر دی.

د نوموړي دفتر په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي چې «د ۸۱ کلن مکین د سرطان تشخیص تېر کال په ګرمي کې وشو. نوموړی اوس مهال د وولټر ریډ په روغتیايي مرکز کې تر علاج لاندي دی، تمه ده چې ډېر ژر بیرته خپل کار ته را وګرځي».

جان مکین د امریکا په کانګریس کې د جمهوري سخت دریځه ګوند غړی بلل کیږي چې په افغانستان او اسلامي هیوادونو کې د امریکايي جګړو او مسلمان ضد سیاستونو د کلکو ملاتړو څخه دی.

ماکین یواتیا کاله عمر لري، له پوځ څخه د سیاست ډګر ته ور وتلی دی، د ۱۹۸۶ راهیسي د امریکا په کانګریس کې غړیتوب لري، په ۲۰۰۸ کې یې د باراک اوباما پر ضد د جمهوري ګوند په استازیتوب په ولسمشریز انتخاباتو کې ګډون وکړ.

د نوموړي په مغزو کې را ختلې دانه یا «تومور» د څلورمې درجې تومور دی چې تر ټولو ناوړه تومور بلل کیږي، د ډاکټرانو په وینا په بدن کې په ډېره چټکۍ سره خپریږي.

باید وویل شي چې جان مکین په وروستي ځل د تیرې جولايي میاشتې پر ۴مه نېټه کابل ته راغلی وو او هلته یې پر امریکايي ولسمشر ټرمپ غږ کړی وو چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي او نوې جګړییزه ستراتیژې ژر تر ژره جوړه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمل
میلمه
احمل

د اسلامی امارت د مجاهدینو سره جګړه د الله ج سره جګړه ده او د الله ج سره چګړه کول د غرونو سره دغری وهل دی ، دا د مکن دووس د دی ژوند سختی ، د اخرت خبره خو یی لا وروسته ده ، د ترمپ او د نورو ټولو به تر دی بدتره حالات وی تاسی یی په یاد لری انشالله