fbpx

د مذهب په اړه عامې پوښتنې

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د اجتهاد ، قیاس ، د شیعه ګانو او خوارجو د ډلو په را پیدا کېدلو او په فقهی اجتهاد باندې د هغوی د تاثیر په اړه خبرې وکولې پدې برخه کې به د مذهبونو په اړه یوه عامه پوښتنه را واخلو .

عامه پوښتنې :

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او مشرانو صحابه وو په وخت کې د فقهې قواعد نه وو نو د کشرانو صحابه وو او تابعینو په وخت کې له کومه شول او فقهي مسائل چې ټول د شریعت مسائل دي نو اختلاف پکې ولي دی؟

دا هغه عامې بوښتنې دي چې اکثر د هغه کسانو له اړخه کیږي چې د مذهب په اړه یا تعصب او یا لږ معلومات ولري خو زه به ورته په لنډو ټکو کې د علماوو خبرې را ټولې کړم او ځواب به یې کړم چې د صحابه کرامو په وخت کې فقه نه وه او د تابعینو په وخت کې فقهي قوانین وضع شول ددې لپاره څو سببونه دی :

لمړی سبب

کله چې د تابعینو په وخت کې ډېر ښارونه فتح شول د اسلام دائره فراخه شوه د مثال په ډول د حضرت عثمان (رضی الله عنه) د خلافت په زمانه کې چې صحابه کرام او دیني علماء هغه ځایونو ته خپاره شول چې نوی فتح شوي وو هغه خلک او هغه ښارونه دین ته تږي وو کله به چې هغه لور ته دینی عالم ورغلو د هغه ځای مسلمانان به ورباندې را ټول شول او په هرڅه که به یې له دوی نه پوښتنې کولې نو لکه مخکې چې بیا بیا تېر شول دوی به د هغوی د پوښتنو ځواب په آیت سره کاوه او که به یې په قرآن کریم کې د هغه د پوښتنې ځواب پیدا نه کړو نو په حدیث سره به یې کاوه او که به یې په حدیث کې هم پیدا نه کړو نو ددې مسئلې ټول اړخونه ، مثالونه او نور دېته ورته صورتونه وکتل نو خپله به یې ورته اجتهاد وکاوه او رایه به یې استعمال کړه د هغه مسئلې ځواب به یې ورکړو نو دا مسئله چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او مشرانوصحابه کرامو په وخت کې یې ضرورت نه وو پیدا شوی کوم صریح نص یې نه درلود نو اوس ددې عالم ، صحابي او تابعي ځواب به ورته دلیل شو او دا به یوه فقهي قاعده شوه او لدې وروسته به که دا پوښتنه له بل چا څخه کېده نو د هغوی لپاره به همدا خبره دلیل شو نو څرنګه چې د یو عالم اجتهاد له بل څخه فرق کوي او دیو عالم رایه له بل عالم څخه فرق کوي که هغه د کشرانو صحابه وو له جملې څخه وي او که له تابعینو څخه وي نو داسې به د هغوی فتوی هم فرق کوي ځکه د ځینو مسائلو په اړه مختلفې رایې موجودې دي نو د مثال په ډول یو عالم په مصر کې اجتهاد کړی دی او د مسئلې ځواب یې ورکړی دی بل عالم په شام کې د هماغه مسئلې ځوا ب په خپل اجتهاد سره ورکړی دی نو ددې دوو ځوابونو په مینځ کې به هغه فرق وي کوم چې د دوو اجتهادونو په مینځ کې وي او هغه ځواب چې په مصر کې ددې مسئلې لپاره ویل شوی وو د اسبابو د نشت والي له امله په هماغه وخت کې شام او عراق ته نشوای رسېدلی نو د مصر خلکو هغه خبره ټنیګه ونیوله چې د دوی عالم ورته کړې وه او د عراق او شام خلکو هغه خبره ونیوله چې د دوی عالم ورته کړې وه نو ددې امله فقهي اختلافونه را پیدا شول .

دوهم سبب

په احادیثو کې موضوعی احادیث ور ګډ شول خلکو له ځانه احادیث جوړول او هغه خبره به یې کوله کومه به چې دده خوښه وه او د هغه خبرې نسبت به یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته کاوه نو ټول خلک خو د ټولو حدیثو حافظان نه وو نو هغه کس ته به یې یو غلط حکم د حدیث په نوم وړاندې کړو هغه کس به زړه نا زړه ومنلو چې حکم ته به یې کتل بل ډول به ورته ښکاره کېدو خو چې سړی ته به یې کتل ښه نېک انسان به ورته ښکاره کېدو او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د حدیث په عنوان به یې ده ته وړاندې کول نو پدې توګه په حدیثو کې د موضوعي احادیثو ور ګډېدلو د خلکو په ذهنونو ډېر بد اثر وکاوه .

نو علماء کرامو په هغه وخت کې خپل مسئولیت و ګڼلو او د عوامو د اسانتیا لپاره یې صرف له صحیح احادیثو څخه فقهي مسئلې را واخستلې او فقهی قواعد یې ورڅخه جوړ کړل نو ځکه د کشرانو صحابه کرامو او تابعینو په وخت کې مذهبونه را پیدا شول او د مشرانو صحابه وو په وخت کې څرنګه چې موضوعٍي احادیث دومره ډېر نه وو نو د فقهی قواعدو ضرورت نه وو .

موضوعي احادیث چا جوړول؟

د اسلام دښمنان لکه د اوس په شان هغه وخت هم ډېر زیات وو یهود وو ، او نور هغه خلک وو چې اسلام په خپل زور او خپله غلبه ورباندې غالب شوی وو هغوی د اسلام دا غلبه نشوای زغملی نو لدې لارې یې د اسلام تخریب شروع کړو ، د خلکو ذهنونه یې خراب کړل دوی تمه درلوده چې اوس خو هغه صحابه کرام مخ په کمېدو دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې اوږده ملګري کړېده او کشرانو صحابه کرامو او تابعینو ته به دا معلومه نشي چې کومه رښتیا کومه غلطه ده نو کېدای شي لدې سره د اسلام دین بېرته مخ په کمزوری کېدو شي نو هغه زمونږ له لاسه وتلې مزې به بېرته زمونږ لاسونو ته راشي او دوی پدې هم پوهېدل چې که دوی د قرآن کریم په تحریف او بدلون باندې کار وکوي نو نه کامیابیږي ځکه دوی پدې هم پوهېدل چې له تغیر او تبدیل څخه د قرآن کریم د ساتلو وعده الله تعالی له مسلمانانو سره کړې ده نو یې د خپل ټول کوښښ مخه په حدیثو کې د موضوعي حدیثو لور ته کړه او ددې لپاره یې ډلې جوړې کړې ، ادارې یې ورته جوړې کړې اول ځل چې ددې لپاره اداره را ښکاره شوه چې په احادیثو کې د موضوعي احادیثو د ننه ایستلو له لوري به د مسلمانانو ذهنونه خرابوي د عبد الله بن سبا الیهودي په مشرۍ کې وه چې دا کس یهودي وو او په ښکاره یې ښکاروله چې اسلام یې قبول کړی دی نو ده د دیني مسئلو تدریس شروع کړو او خلکو ته به یې دیني احکام ور ښودل او ددې په ضمن کې به یې خپل بکواسونه او خرافات هم خپرول تردې چې ډېر وخت تېر نه وو چې مسلمانان یې په مکر او فریب باندې خبر شول دی پټ شو او بیا به یې خپل کار په پټه سره له نورو لارو کاوه .

دوی تر ډېره حده په خپل کار کې پر مخ ولاړل په عقیده کې ، عباداتو کې ، احکامو کې یې خلک بې لارې کړل د صحیح په ځای یې غلط اقوال په خولو کې ورکړل او د مسلمانانو له جماعت نه یې بېل کړل او د خپل ځان ملګري یې کړل دنیا او آخرت یې ور خراب کړل لدې سره شیعه ګانو ځان ته خپل داسې احادیث جوړ کړل چې د دوی مذهب تائیدوي خوارجو ځان ته خپل احادیث ښکاره کړل چې د دوی د مذهب تائید کوي هر چا به د خپل مذهب د تائید لپاره له ځانه جوړې شوې خبرې حدیث ګاڼه ددې بد حالت په اړه حضرت ابن عباس (رضی الله عنه) فرمایي : إنما كنا نحدث عن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – إذ لم يكن يكذب عليه، فلما ركب الناس الصعب والذلول تركنا الحديث عنه . صحیح مسلم

ترجمه : بېشکه مونږ به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له اړخه د هغه حدیث پیش کول ځکه چې په هغه (صلی الله علیه وسلم) پورې چا درواغ نه ویل کله چې خلک په هغې کې په هره ښه او خرابه لاره روان شول نو مونږ هم د حدیث روایت پرېښود .

خلکو له ځانه احادیث ولې جوړول؟ پدې به په راتلونکې برخه کې بحث کوو ان شاء الله .

المراجع :
المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

دوکتور وردګ ماما صیب مونږ ته خو ته تر اوسه پدی محاضره او بحث کښې د هغه متل مصداق معلومیږی چی وایې نصف ملا خطره جان چی هم غواړی ځان له مستقیمی جادی وباسی او هم نور ساده کسان. ښه به دا وي چی ته اول ځان پدی حساسه او پیڅلی موضوع کښې ښه ملا کړي بیا وروسته پری محاضره او بحث وکړي ورنه ددي ماسوا به ته خپل ځان پخپله او په لوی لاس لکه د نورو وابیانو او خلفیانو په قسم د مرادریو په ډنډ کښې غورځوی، چی بیا به په اوتوبوتو سر وي. ما تاسو ته مخکی… نور لوستل »