دیني، سیرت او تاریخ

جالبه ژباړل شوي معلومات

ژباړونکی : محمدعلي عمري

دعبدالله ابن مبارک رح دکورپرڅنګ يو یهودي همسايه اوسېدو دغه یهودي همسايه غوښتوچي خپل مکان خرڅ کړي کوم وخت چي اخيستونکی ورته راغلو دقیمت پوښتنه یې ځینې وکړه یهودي ورته وويل چي دغه مکان په دوه زره ديناره خرڅوم هغه اخيستونکي ورته وويل چی په همدې سیمه کښي خو هر کور زردیناره قیمت لري اوستاسو هغه دوه زره دیناره قېمت لري، یهودی ورته وویل چي زر دیناره دمکان قېمت دی او زردینارهله عبدالله ابن مبارک سره دګاونډيتوب « کتاب . ایمان افروز واقعات »

حضرت شبلی نعماني رحمت الله عليه فرمایي چي يوځل مې داټينګه اراده او هوډ وکړو چي ترڅومې ديوخوراکي څيز دحلال والي په اړوند ډاډ او اطمینان نه وی حاصل کړی ترهغوبه یې نه خورم ،،

زه يوځنګل ته ولاړم هلته مې دانځر پر ونه سترګي ولګېدې ما د هغې ونې لوري ته لاس اوږد کړو غوښتو مې چي دهغې مېوه راواخلم او ویې خورم ـ

فنادتنب

یعنی له درختې ځخه اواز راغلو چي (اې شبلي !) دخپلې وعدې خيال وساته زما مېوه مه خوره ځکه زه دیوه یهودي په ملک . واک . کې يم ….

( دلچسپ انوکهي واقعات )

دزړه دبیمارۍ علاج

حضرت ابراهیم خواص رحمت الله عليه فرمایی:

دواء ُ القَلب فی خمسة اشیاءِ: قرائة القرُآن بالتدبر. وقيام الیل.وخلاء البطن .
والتضرع عندالسحر.ومجالسة الصالحين،

یعنی دزړه دبیمارۍ علاج په پنځو شیانو سره کیږي

۱ دقرآن کریم تلاوت په غور او تدبر سره

۲ دتهجد لمونځ

۳ لږ خوراک کول

۴ دسهار په وخت کې
الله تعالی ته عاجزي کول

۵ او له بزرګانو خلګو سره تعلق ساتل

« کتاب . انوکهي واقعات »

دتاریخ پاڼه

تاریخ راته وايي چي صدام حسین چي دعراق واکمن وو . يو وخت یې خپله د زوکړې کلیزه لمانځله په همدې وخت کښي صدام حسین سپینه قېمتي جامه اغوستې وه د عراق له مختلفو برخو څخه ورته نجونې راغلې وي او د صدام حسین په مخکې یې رقص کاوو او سندر غاړو یې په وړاندې سندرې ويلي او نجونو د پآچا صدام نعرې وهلې وروسته صدام حسین دخپلې دې کليزې په وخت کښي يو لوي کیک مات کړو او له سرو زرو په جوړه شوې ارابه ( بګۍ ) کښي سپورشو دغه ارابه شپږو ۶ آسانو کشوله .

لیکن نن سبا د صدام حسین په انجام باندې دنيا خبره ده ، رښتيا دي چي عیاش سړي یووخت نه یو وخت په سزا رسیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

لیکنه دي سمه ده، لاکن دا په شبلي نعماني رح پوری تړلي درواغ دي باید مسلمانان و نه مني موږ د افغانستان مسلمانان د ایران د شیعیه دین تر تاثیر لاندی یو او هر ډول خرافات بي له کومه سنده او دلیله منو نه پوهیږم چي الله به رحم وکړی که یا. هغه هرڅه خرافات فحش او درواغ چي ووایی بی سنده یی شیعیه ګان مني.. راځي اسلام جوړ کړو او اسلام خالص د الله لپاره کړو او دا تقدیرونه، تبرکات او الهامات په سمه توګه درک کړو او بیا یي بیان کړو…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x