نظــر

ولسمشر کرزى د ډاکټر غني د بریا مخنیوی کوي

ولسمشر حامد کرزي د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د ١٦ مې نيټې په ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې داسې رول ولوباوه چې ډيرو افغانانو يې تمه نه درلوده او د خپلې نسبتاً اوږدې ولسمشريزې دورې په وروستيو شپو او ورځو کې يې په افغاني ټولنه کې خپل درنښت ته دروند زيان ورساوه. که څه هم کرزي په وار وار ويلي چې دی او حکومت به يې په ټاکنو کې بې طرفه وي؛ خو په خپله ژمنه کې رښتيني نه وو او د پردې تر شا په خپله کرزي او د حکومت يو شمېر کارکوونکو په پراخه کچه د ځينو نوماندانو په ځانګړي ډول د ډاکټر زلمي رسول او ډاکترعبدالله په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه.

سره له دې کرزی په دې پوهيدو چې زياتره افغانان د دوکتور غني له طرحو او پلانونو څخه ملاتړ کوي؛ خو په خپل ټول توان او ځواک يې هڅه وکړه چې د دوکتور غني د برياليتوب مخه ونيسي او په ټاکنو کې د ډاکټر زلمي رسول څخه په پټه کلک ملاتړ وکړ تر څو ډاکټرزلمى رسول د يو سمبول په توګه د ولسمشرى په چوکۍ کينوي او په غيرمستقيم ډول يوځل بيا د هيواد د چارو واګي په خپل لاس کې واخلي؛ خو د ده د تمې پرخلاف زلمي رسول په ټاکنو کې کوم ټل ونه وهه ( توره يې ونه کړه ) يوازې دومره يې وکړل چې په لومړي پړاو کې يې د دوکتور غني د بریاليتوب مخه ډب کړه؛ ځکه له ټاکنو وروسته څرګنده شوه چې دوکتور غني او ډاکټرعبدالله تر ټولو ډيرې رايې خپلې کړيدي او ډاکټرزلمى رسول په درېيمه درجه کې قرار لري؛ خو داسې اټکل کيږي چې شايد په لومړي پړاو کې يو نوماند هم پنځوس جمع يو رايې پوره نه کړي او ټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو يانې دوکتور غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ دوهم پړاو ته لاړې شي.
له ټاکنو وروسته ډاکټرعبدالله له بې بي سي سره په خپله لومړنۍ مرکه کې وويل چې د ټاکنو د دوهم پړاو پرځاى بايد جوړ جاړى وشي خو دوکتور غني د جوړجاړي او ايتلافي حکومت سره مخالفت وښود.
دا چې ولې دوکتور اشرف غني د جوړجاړي او ايتلافي حکومت مخالفت کوي او د ټاکنو د دوهم پړاو پلوي دى؟ بېلابېل لاملونه لري چې يوڅو يې په لاندې ډول دي:
١: دوکتور اشرف غني غواړي چې خدمت وکړي نه حکومت؛ خو ډاکټرعبدالله يوازې د حکومت کولو وږي دي نه د خدمت؛ ځکه چې دوي پخوا ازمايل شوي او په عمل کې يې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان لپار د دوي نسخې ګټورې نه وې؛
٢: دوکتور غني په دې پوهيږي چې ايتلافي حکومت د افغانستان په خير اوګټه نه دى، تاريخ په ثبوت رسولي چې ايتلافي حکومت ډيرى وخت د تصميمونو په نيولو اوپلي کيدو کې له ستونزو سره مخامخ کيږي؛ ځکه چې هلته بېلابېلې سليقې، ليدلورې او پاليسۍ پالل کيږي؛ نو دوکتورغني دا ډول ايتلافي حکومت د خپلو وړاندې شويو پلانونو د سازماندهۍ پر وړاندې خنډ او ګواښ بولي او نه غواړي چې خپل لاسونه په خپله وتړي؛
٣: دوکتور اشرف غني دا درک کړې ده چې ولس بدلون غواړي د همدې مثبت بدلون په تمه ولس د ده ملاتړکړى، دا بدلون هغه مهال شوني دى، چې په حکومت کې داسې کسان راټول کړي چې ملي ګټو او ارزښتونوته ژمن وي، د ملت د سرلوړۍ د هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړي. د پلانونو په پلي کيدو کې ورسره مرسته وکړي د ډاکټر عبدالله او د کرزي يو شمېر مفسد وزايرانو په څېر کسان يې په حکومت کې نه وي؛
٤: دوکتور اشرف غني په دې پوهيږي چې په دوهم پړاو کې ډاکټرعبدالله ته په اسانى سره ماتي ورکولاى شي؛ ځکه په تيرو ټاکنوکې د پښتنو رايې د اتو (٨) نوماندانوترمنځ ويشل شوى وې، او په دوهم پړاو کې به د پاتې شپږو نوماندانو پلويان چې اکثريت يې پښتانه دي هغې رايه ورکوي.
دا چې د کرزي لومړى پلان ناکام شو نو اوس هڅه کوي چې د جوړجاړي او ايتلاف له لارې په راتلونکي حکومت کې خپل موقف او اغيز وساتي او په دوکتور غني فشار راوړي تر څو جوړجاړي او د ايتلافي حکومت جوړولو ته غاړه کيږدي؛ ځکه کرزي په دې پوهيږي چې که ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي نو دوکتور غني يې حتماً ګټي، که دوکتور غني ولسمشر شي نود ده مصلحت پالنې او معامله کولو سياست ته به د پاى ټکى کيږدي او کرزى نه غواړي چې د ده په پرتله په هيواد کې يو ځواکمن او پياوړى حکومت او ولسمشر رامنځته شي. په همدې موخه يې د ټاکنو د لومړنيو قسمي پايلو په ښودلو سره غني ته سيګنال ورکړ ترڅو په خپله پريکړه له سره غور وکړي؛ خو غني د غره په څېر په خپله پريکړه ټينګ ولاړدى نو د رايو د دوهم ځل د قسمي پايلو په ښودلو سره يې د لومړي په پرتله نږدې څلور برابره ځواکمن سيګنال ورکړ، ترڅو دوکتور غني له خپل دريځ څخه تيرشي.
د ټاکنو نننى پايلو د اعلان څخه وروسته چې ډاکټرعبدالله نږدې د دکتور غني په پرتله ١٢سلنه وړاندې دى په افغانانو کې د کرزي په اړه بېلابېل شکونه پيدا کړيدي؛ ځکه هغې په خپله ولسمشريزه دوره کې د شوراى نظار او پنجشيريانو څخه دولتي امتيازات، لوړ او کليدي پوستونه، لوړ او درنه القاب نه دي سپمولي او هر وخت يې خپله وفاداري په عمل کې ورته ښودلې، خلک ويره لرې چې خداى مه کړه کرزى د خپلو شخصي موخو لپاره يوځل بيا دا ځوريدلى او کړيدلى ملت او جنګ ځپلى هيواد د همدې کسانو په واک کې ورکړي او د خلکو هيلې په نهیلۍ بدلې کړي.
ليکوال: استاد پوهيالى رباني وحدت
د خوست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد
ډیلی -هندوستان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x