نظــر

سړه سرمشريزه او د قدس تود اشغال!/ وحیدالله مصلح

نن مې محمود عباس کتلو، ټول نظرياتي توپيرونه مې لېرې کړل، د قدس په قضيه کې مې په ډېر طبيعي شکل د هغه خبرې اورېدې او د هغه ځان او هر انداز مې کاته. ريښتيا که ووايم د عباس په خبرو کې مې سخت درد وليد، هغه بيخي يو مات او زهير انسان وو، ما ته يې په خبرو کې د مرحوم ياسر عرفات د ژوند وروستي وختونه مخې ته شول، هغه هم په پای کې د انقلابي خوی او د ځوانۍ د مبارزې دور ته ستون شوی وو او د فلسطين د ارمانونو او اسرائيلو د غدر او خيانت خبرې يې د معمول ډيپلماټيک عرف له محدوديتونو ور اخوا کولې، حديثونه به يې ويل او پر کلام الله مجيد به يې استناد کاوه، نن هم عباس د عرفات خبرې کولې…

عباس له يو داسې بنسټ نه د سرې کرښې د عملي اډانې پوښتنه کوله چې ډېری غړي يې په ويشلې او منافقه اړيکه کې له شان او حيثيته غورځېدلي، داسې يو بنسټ چې هېوادونه يې په عراق، سوريه، يمن او ليبيا کې د امريکا نيابتي جنګونه کوي، په مصر کې د امريکا او اسرائيل اجنډا تطبيقوي، عباس يو داسې غونډې ته جولۍ غوړولې وه چې هر يو يې يو د بل د ځپلو لپاره امريکا ته جولۍ ګرځوي.

د عباس خبرې عاطفي وې او د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په کې طعنې هم وې. هغه وويل، چې ټرامپ قدس داسې اسرائيلو ته وسپاره لکه دا چې کوم امريکايي ښار وي، امريکا ته يې خطاب تند وو، هغه په دې لړ کې د خپل ملت د قهر عکاسي کوله، هغه ويل چې قدس د اسرا او معراج زمکه ده او په دې ډول يې د قدس پر ديني هويت ټينګار وکړ. دا ډول خبرې هغه مطلوبې خبرې وې چې توقع يې کېده… خو د ستړي او ستومان عباس په قیافه او خطاب کې فلسطيني ملت ته انګېزه نه وه، په خبرو کې يې شور نه وو، ملت ته په کې خط نه وو. عباس د يو داسې ملت استازی نه وو، چې په سوله کې ژوند کوي، هغه د يو اشغال شوي ملت مشر وو، هغه بايد لږ تر لږه په دې مرحله کې انقلابي خبرې کړې وای، د فلسطيني مشرانو لپاره د اشغال په وړاندې مړسپنې او د ګيلو مانو خبرې د ماتې او ورکې خبرې دي، نن هلته د عبدالعزير رنتيسي د خبرو اړتيا وه چې فلسطيني ملت ته يې د اسرائيل پر ضد مشينه جيګه کړه او ويې ويل چې (هذا هو الطريق، همدا لار ده)… نن فلسطين د حماس په څېر انقلابي رهبرۍ ته اړتيا لري، چې د اسرائيل په ژبه خبره ورسره وکړي… فلسطين ته يې يوازې ميندې کافي دي چې د فلسطين او اقصی ازادۍ ته او د اسرائيل په وړاندې مقاومت ته ننګيالي وزيږوي… که نه دې عربي هېوادونو خو د اسرائيلو د همغه لومړي اشغال پر مهال له فلسطيني ملته په دې نوم، چې دوی يې دفاع کوي او ګټي يې ټولې وسلې راټولې کړې، وروسته يې فلسطين اسرائيل ته پرېښود او ډاياګ شوي فلسطيني ملت بيا په غولکو پر اسرائيلي اشغالګرو کاڼي غورځول…

د غني، غني موقف!

د اسلامي هېوادونو په مشرانو کې د ولسمشر غني خبرې ډېرې غني وي، هغه په ډيپلماټيکه ژبه سټراټيژيکې خبرې وکړې، د ولسمشر په خبرو کې استقلاليت او انفراديت دواړه ځلېدل، هغه له داسې يوه هېواده چې امريکا او ملګري یې په ټولو ميدانونو کې حمايه کوي تللی وو او د قدس په قضيه کې يې د امريکا د موقف په وړاندې خبره لرله. ولسمشر د اقصی په اړه داسې نارينه موقف ونيوه، چې سعودي، مصر، امارات او بحرين په کې له اسرائيل سره د (رباع) نکاح بندونه تړي او هغوی په کې د نکاح د پلار له اجازې پرته ګډون چرته کولی شي؟ د نوموړي په خبرو کې ژورتيا وه، د يوه تمدن خبره وه او د امت او د اقصی قضيه وه.

ولسمشر چې کله د فلسطين په قضيه کې حضرت عمر رض او صلاح الدين ايوبي يادول دا په دې مانا, چې د اسلامي تمدن تاريخ او رجال زمونږ د هويت نښې او توکي دي. هغه ډېر واضح وويل چې (قدس د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه او حرم شریف زمونږ د مسلمانانو د هویت په هسته کې قرار لري او د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.)

نوموړي د فلسطين په قضيه کې وړې او خورې ورې هڅې کافي ونه بللې او د فلسطين سره د مرستو لپاره يې د هڅو پر جامعيت ټينګار وکړ، او بالاخره ولسمشر، چې په سټراټيژيک ليدلوري کې د تمدنونو تر منځ د ډيالوګ خبره کوله دا هم د تمدنونو د جنګ له هغه تيورۍ سره، چې غرب په کې جنګونه کوي په ټکر کې وه… ولسمشر ريښتيا هم د خپل ملت د ارادې او شعور سمه استازولي وکړه.

د ملتونو خپلوان اردوغان!

د استانبول د غونډې په اړه خبره د اردوغان له يادولو پرته نيمګړې ده، اردوغان داسې يو رهبر دی، چې دا خواره واره ملتونه يې د بالفور، سايکس پيکو، سور، ډيورنډ او بلا نورو تړونونو او جغرافيوي شناختونو په بېګانګيو کې بيا هم خپل بولي… اردوغان چې نن د اسلامي نړۍ مشرانو ته د فلسطين د بايللو او اسرائيل د شړمېدلو نقشه پر سکرين ښودله د اسلامي نړۍ د مشرانو له وجدان سره يې خبره کوله، غوښتل يې چې بغاوت په کې پيدا کړي او شور په کې پيدا کړي… اردوغان د اسرائيلي عسکرو په جوپو کې د هغه شپاړس کلن فلسطيني زلمي عکس هم وښود چې اشغالګرو يې سترګې تړلې وې خو هغه په کې په راوتلې سينه او لوړ قامت همداسې دنګ روان وو، خو کله چې ضميرونه خرڅ شي بيا نو دا هر څه، څه مانا؟ کاش کې چې ضمیرونه يې ويده وای! کېدای شو چې راويښ شوي وای… اردوغان په واضح ټکو وويل، چې اسرائيل اشغالګر او تروريست دولت دی او امريکا چې له دې دولت څخه ملاتړ کوي نو دا د تروريزم او اشغال حمايه ده.

سړه سرمشریزه!

له بده مرغه د اسلامي نړۍ بحران له دې ښه اندازه کېدای شي, چې د اقصی مهمې قضيې په اړه د اسلامي هېوادونو بيړنۍ سرمشريزې ته له ۵۷ هېوادونو يوازې د ۱۷ هېوادونو مشران راغلي وو، سعودي ورته د بهرنيو چارو مشاور رالېږلی وو او مصر، امارات او بحرين ورته خپل مشران نه وو رالېږلي، دا سپک ورک دومره کم اصله دي، چې د همدوی د عربي نشنيليزم عربي قضيه يې ترکيې ته پرېښې ده! ښه دی, چې د سعودي او مصر له مخونو نقابونه پرلپسې غورځېږي او د امريکا او اسرائيل په پيوندونو کې يې د اړيکو تاوده خلکو ته ښکاره کېږي. اردوغان همدغسې سړې سرمشريزې ته د اقصی قضيه مخې ته کېښوده، که په دې سرمشريزه کې د اردوغان غړمېدونکی اواز نه وای نو د عربي نړۍ د مشرانو په غيابت او مړسپنتوب کې به دا قضيه سخته بدرنګه مخکې تللې وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x