
د هند مرسته شوي غنم هلمند ته ورسېدل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هندوستان له لوري د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه هلمند ولایت ته ورسېده.
د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې د چاه بهار بندر له لارې ۳زره ټنه غنم دغه ولایت ته رسېدلي دي.
د هلمند د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هندوستان مرسته شوي غنم د نیمروز ولایت له لارې د هلمند مرکز لښکر ګاه ته رسېدلي دي.
دغه غنم په ۴۹ کانټینرونو او ټېلرو کې د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په مرسته تېر ورځ مازیګر مهال لښکرګاه ته ورسېدل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د هند ۱۵زره مټریک مرسته شوي غنم په ۷ ولایتونو کې زېرمه کوي او دغه غنم به د بېړنیو حالاتو پر وخت به یې اړمنو کورنیو ته مرسته کوي.
د چاه بهار بندر له لارې دغه غنم نږدې یوه میاشت مخکې نیمروز ولایت ته رسېدلي وو، چې تېره ورځ لښکرګاه ته هم ورسېدل.
د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته افغان سوداګر ډېری سوداګریز توکي له دې بندر له لارې افغانستان ته راوړي.
د سوداګرۍ وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې له پاکستان سره په سوداګریزه راکړه ورکړه کې نږدې یو میلیارد کموالی راغلی دی.