اسلام دروغې او درناوي دین دی

Islam_in_not_the_enemy

هسې خوكه دانساني خلقت پس منظر راوځيرو نولومړى د الله جل جلاله اودهغه د مطيع مخلوق ملائكو ترمنځ دشوې مكالمې ياسوال ځواب سره مخ كېږو چې دبقرې سورة ۳۰ آيت يې حكايت كوي:

ژباړه: اوكله چې وويل ستا رب پرښتو ته چې زه پيداكوونكى يم په ځمكه كې ديوه خليفه نو پرښتو وويل آياته په ځمكه كې هغه څوك پيداكوې چې فساد به كوي او وينې به تويوي .. تر آخره.

دملائكو دا اندېښنه چې د الله تعالى په تخليق اعتراض نه بلكې يو تعجب و، لاهغه مهال وه چې د بشر پلار حضرت آدم عليه السلام لا نه و پيداشوى.

دلته مفسرينو داپوښتنه راپورته كړې چې ملائكې څنګه پوه شوې چې انسان به په ځمكه كې فساد كوي او وينې به تويوي، ځينې وايي ښايي دوى په لوح محفوظ كې داخبره لوستې وي ، ځينې نور وايي ښايي دوى به انسانان دځمكې په پخوانيو استوګنو پېريانو ورقياسول چې خپل منځي جګړې او وژنې يې كولې، خو يوه ډله مفسرين په دې باور دي چې ښايي پرښتو د الله تعالى جل جلاله په كلام كې دخليفه له كلمې څخه داحقيقت معلوم كړى وي ، په داسې توګه چې الله تعالى وويل: زه په ځمكه كې يو خليفه ( استازى ) پيداكوم، نو خليفه اوحاكم ته خو هغه وخت اړتيا پيښيږي چې دځمكى په مخ وژنې وي ، جګړې او بربادي وي، بياخليفه دجګړو او بې عدالتيو مخه ونيسي.

نو بناء په وروستي احتمال ويلى شو چې په سپېڅلي قرآني او اسلام قاموس كې دبشر له پيدايښت څخه لا ډېر پخوا له جګړې او وينې توييدنې څخه بيزاري اودمخنيوي تدابير مراعات شوي دي خو دپورتني او دې ته ورته دنورو شواهدو باوجود دنن شوپرك مزاجه انسان په ډېر جسارت داپوښتنه راپورته كوي چې آيا اسلام هغه دين نه دى چې يواځې تاوتريخوالى پيژني؟؟؟.

دا يواځې د نن خبره نه ده اونه يواځې دهالينډ فتنه نامي فلم پورې خلاصه كېداى شي، بلكې ويلاى شو چې داد اسلام دلومړنيو غير معمولي برياوو په غبرګون كې دمشركينو يهودو او نصاراوو دګډو ناكامو تبليغاتو او افترائتو دلړۍ يوه كړۍ ده، چې له هغه مهاله رانيولې بيا تر ننه پورې په اوږده زماني واټن كې داسلام دښمنه حلقو ترمنځ له بېلابېلو انګېرنو اوعقدو سره لاس په لاس شوي او رارسيدلي، نن به يواځې عنوان او فورم بدل وي ، كنه معنون او موخه هماغه زړه ده ، چې يواځې له عقده پالنې تعصب اوتنګ نظري څخه سرچينه اخلي، ځكه ددوى دداسې بې دليله انكار په اړه قرآن وايي: ( يعرفونه كما يعرفون ابناءهم … ) د پيغمبر عليه السلام رسالت اوداسلام حقانيت داسې پېژني لكه خپل زامن چې پېژني، عبدالله بن سلام رضى الله عنه چې تراسلام قبلولو وړاندې يهودي عالم و به ويل چې ترخپلو زامنو يې لاښه پېژني، ځكه دزامنو په هكله خو به لاداشك ورسره وي چې كېداى شي ښځې يې خيانت  ( له كوم بل سره كورواله ) كړى وي اودابه دده زوى نه وي.

خود ماتې خوړلي اودحق په وړاندې دتاب نه لرونكي انسان خوى همدا وي، دحقيقت نه بلكې يواځې دخپلې باطلې مدعا د اثبات له پاره د ( لانُسلم ) ( انكار ) په ګدۍ ناست وي، اوپه بې ساري جسارت د شيدو د توروالي اود شاتو د تريخوالي له پاره دلائل وړاندې كوي. هغه مهال غير اسلامي پيدو او واكمنيو د اسلامي نوراني سېلاب په وړاندې دمقاومت او تمدن ډګرونه يوپه بل پسې له لاسه وركول نو دا اودې ته ورته اكاذيب ددوى وروستۍ حربه وه.

په راوروسته اومعاصر دور كې د تبشير او استشراق مكتبونو ددې شعار لپه پاره ډېر كار وكړ اوهڅه يې وكړه ترڅو په نړيواله كچه اسلام دتاوتريخوالي اوتشنج دين معرفي كړي.

ډېرو ختيځ پوهانو په دې اړه زهرجنې اومتعصبې ليكنې كړي دي ، دوى د نبي عليه الصلوة والسلام او صحابه وو كرامو رضى الله عنهم په غزاګانونيوكې   كړې اود راشده خلافت د دور سوبې او برياوې يې تر نيوكې لاندې نيولي.

دوى وايي: مسلمانان چې په مكه كې وو نوعاجزه بردباره اوپه مصيبتونو صبر كوونكي وو، خو چې مدينې منورې ته راغلل مشكلات يې له سره لرې شو ل او څه امكانات يې وموندل نو په جګړو او وژنو يې لاس پورې كړ ، دا اودې ته ورته افتراګانې ه پخوا ديوې فردي نظريې اوتور په شكل اورېدل كېدې خوپه دې وروستيو كې دپخوا په خلاف په سنجول شوې او رسمي توګه داپروسه په مخ وړل كېږي.

د [۲۰۰۵ د سپتمبر په ۳۰ ] ډنماركي ورځپاڼې Jyllandsposten جيولانډپوسټن په بې سارې ګستاخۍ نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته منسوب داسې كارتونونه خپاره كړل چې هغه صلى الله عليه وسلم معصوم ذات يې دجګړې او تروريزم بنسټګر تمثيلاوه. ( العياذ بالله )

ددې ليكنې لامل همدا تاسف دى چې اوس په ډېرېدونكې توګه په اسلامي نړۍ كې همدا نظريه سرايت كوي اوځوان مسلمان قشر چې دلويديځ دهرسهار بدرګه ورته پرمختګ بريښي په ناخود آګاه توګه له داډول مفكورو څخه پلوي كوي. دلته به مونږ په لنډه توګه داخبره راوسپړو چې آيااسلام په رښتيا بشر ته يواځې دجګړو او وژنو پيغام درلود؟ اوكه په جګړو كې ښكيله نړۍ يې د وحشت او بربريت له كومې راواېستله. څرنګه چې دموضوع حوصله ډېره پراخه ده مونږ به په مختصره توګه ځينې عناوين تشريح كړو ترڅو دى قضاوت ته لاره هواره شي چې دتاوتريخوالي او سولې ترمنځ اسلامي انتخاب څه دى؟

۱ ـــ اسلام و چې نړۍ ته يې له جګړو او وژنو څخه نجات وركړ:

كه ديوې شېبې له پاره تر اسلام وړاندې نړۍ ته ولاړ شو نو وبه وينو چې دجهالت دوره په انساني تاريخ  كې يوه توره دوره ده چې ورور وژنه او وينې تويول سرلوړي او مېړانه ګڼل كېده، دكورونو او مالونو لوټ تالان او دپرديو ناموسونو بې عفتۍ، دسړيتوب شهامت دريځ خپل كړى و.

له اٌنس اومينې څخه مشتق انسان يواځې وحشت اوبربريت پېژانده ، دايواځې عرب نه وو چې له پېړيو پېړيو ورپاته بدۍ يې پاللې ، په جګړو كې نيول شوي ښځې او سړي يې دچارګام آسونو په لكيو پورې تړل اودحاملو ښځو نسونه يې په تورو ورڅيرل، بلكې له هند رانيولې بيا تر افريقا او اروپا د درست بشريت حال تردې بدتر وو، دهند دطبقاتي ټولنې قانون دپست نژادو په اړه حكم كاوه چې د سپي، چونګښې، كارغه اوپست نژاد حقوق اودمرګ سزا يوه ده.

دنړۍ دوه سيال زبرځواكونه فارس او روم په دوامدارو جګړو كېوتې وې چې ترمنځ خواراوستومانه انسانيت وريتېده، په دوى كې به چې كوم فوځ ماتې وخوړه نوسيال اود سوبې په نشه كې خمار لښكر به په مظلومو انسانانو له يوې مخې توره راواېسته ، ددښمن دنيول شوې سيمې اوښار هر اوسېدونكى په مرګ محكوم بلل كېده چې بيابه تر مياشتو مياشتو داعام وژنه روانه وه.

پردې سربېره امپراطورانو دداخلي بغاوتونو په مقابل كې خونړى عكس العمل هم خپل فرض باله، د پنځمې ميلادي پېړۍ په پاى كې چې فارسي داعي مزدك د پيروانو له خوا دديني اصلاح او اشتراكيت كومه بلوا پيل شوه چې ظاهراً له زردشتي دين څخه يو بغاوت و فارسي حكمرانانو قباد او نوشېران د زرګونو انسانانو په وژلو خاموشه كړه.

په ټوله كْ دفارس ساساني حكمرانان له اردشير (۴۲۲۴) نه نيولې بيا تر دريم يزدګرد (۴۶۵۱)پورې د بشريت په وړاندې بې رحمه اومتجاوزين وو چې محكوم اولس يې دبرچې تر څوكې لاندې ژوندكولو ته اړ كړى وو.

د روم سلطنت چې تحريف عيسويت يې دتوري په زور عملي كاوه ډېرځله په كورنيو شخړو كې ښكېل وو ، هغه پاڅون چې درومي سلطنت په زړه قسطنطينيه كې د بې وسه خلكو دحكومت په ضد شوى و پاچا Justinius اول د درې لكه خلكو په وژلو آرام كړ.

لنډه داچې داسې ګوښه نه وه چې هلته دې انسانان د آرام سا واخلي ،په درست بشريت دځنګل قانون واكمن و، چې له مخې يې كمزورى اړ و چې د زورور هره روا اوناروا غوښتنه ومني.

كله چې صثورت حال تردې بريده اضطراري وي نو د الهي حكمت او بشري فراست په مقتضى يوه داسې دين ته اړتيا محسوسيږي چې له جګړو سړى بشر د امن او سكون په پلوشو ونازوي ، د جګړه مارو ترمنځ دپخلاينې او اوربند تيږه كېږدي، دعمومي عفوې او ورورولۍ پيغام له ځانه سره ولري، د ظالم لاس له ظلمه ايسار كړي ، ښايي يواځې هغه غږ ته لبيك ووايي جې ترټولو ړومبى له ځانه سره د سولې پيغام ولري، د اسلامي دعوت او محمدي رسالت دبې سارې كاميابۍ يو راز همدا وه چې دځپلي انسانيت دهوساينې له پاره يې يوه داسې نسخه له ځانه سره درلوده چې هغه ورته له پېړيو پېړيو په تمه وه.

پيغمبر عليه السلام له بعثت څخه پخوا هم په قريشو كې په دې مشهور و چې دخير په كارونو اود شخړو په هواري كې به يې هڅې كولې، دقريشو دشخړو دمخنيوي په پار چې دحلف الفضول په نامه كوم اوربند اوتعهد شوى و نبي كريم صلى الله عليه وسلم دخپل تره زبير بن عبدالمطلب ترڅنګ لويه ونډه پكې درلوده.

خوكله چې د نبوت په وظيفه وګمارل شو نو تر ايمان وروسته يې خلك له ناروا قتل څخه ځان ساتلو ته راوبلل، ايمان راوړونكو ته يې په صفا ټكو وويل: ( لن تؤمنوا حتى تراحموا ) هېڅكله به تاسې مؤمنان نه شئ ترڅو چې په يوبل رحم ونه كړئ.

همدرانګه يې انسان بنيان الرب او عيال الله وباله، او له نويو ايمان راوړونكو نه يې تعهد واخيست چې دچاپه حقوقو به تيرى نه كوي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم په خپلو دې اصلاحي هڅو سره وكړاى شول د عربي قبيلو ترمنځ له پيړيو پېړيو د راپيل شويو خونړيو جګړو اورونه مړه كړي، ديثرب د عربو ددوو كورنيو ( اوس او خزرج ) تر منځ (۱۲۰) كلنه دښمني د پيغمبر عليه السلام په منځګړتوب او بيعت اخيستلو سره دتل له پاره پاى ته ورسېده، اوددې دوو قبيلو ترمنځ لرغونې دښمني په يوه مثالي دوستي بدله شوه.

قرآن كريم دټولنيز فساد دمخنيوي ياد فرد او جامعې دسر، مال اوناموس دساتنې له پاره دقصاص حد ، دغلا حد، د قذف حد اونور غوره احكام او قوانين اعلام كړل. له همدې ځايه وه چې له جګړه مارو او تالانګرو عربو څخه يې يوه داسې ټولنه جوړه كړه چې په بشري نړۍ كې يې د انساني كرامت ، درناوي ، سولې او آطمينان شاهكار بللى شو.

همدا د صدر اسلام په انساني كرامتونو مالامال پيروان ( صحابۀ كرام رضى الله عنهم ) وو چې دلومړي ځل له پاره يې نړۍ ته د سولې او بشري درناوي درس وركړ، په جګړه بوخت انسانيت يې دسولې او عدم تشدد له خونده خبر كړ، د زور بالاى زور فارموله يې دتل له پاره د نابودۍ كندې ته وغورځوله، اود بادارۍ او غلامۍ په دنياكې يې دعدل او مساوات بيرغ هسك كړ.

هغه مهال چې دګنګا دغاړو هندي برهمنانو خپل ټيټ ذاتي دسپي له نرخه بلل، هغه مهال چې بودائزمو دتبت او نيپال دژوند له خوږو محروم اوپه رهبانيت كې ښكيل انسانان مجبورول چې دبودا د ډبرينو مجسمو په وړاندې خپل زامن اولوڼه ذبحه كړي ، هغه مهال چې د كسرى زردشتي قوانينو د فارس او بين النهرين په خوارو اولسونو دژوند چاپېريال تنور كړى و اوهغه مهال چې تحريف شوي عيسويت د رومي واكمنو د ظلم او جبر تبرګي ته دلاستي حيثيت درلود، د عربي ريګزارو په يوه ګوښه كې اسلام خپلو پيروانو ته په بيابيا وريادول چې خبردار ! … تربې ځايه وينې توييدنې د درستې نړۍ نړيدل او فنا كېدل د الله جل جلاله په وړاندې آسانه دي.

په وروستي تحليل كې ويلى شو چې همدا اسلام و چې دلومړي ځل له پاره يې دځمكې پر مخ دبشر ژوند تامين كړ، دحيوانيت تل ته لوېدلى انسانيت كې يې دملكيت عنصر را ژوندى كړ اوخپل مخلص پيروان يې دانساني شرافت مهربانۍ ځان تېرېدنې اونورو حسنه وو اخلاقو هغه سټيج ته وخېژول چې ديو وېشتمې پېړۍ په ځان غره متمدن؟ انسان يې دفهم او درك په وړاندې هم عاجز دى.

نوكه اسلام د جګړو او وژنو پلوي واى څنګه به توانېدلى واى چې دبشر په تاريخ كې دتمدن د بنسټګرو اود انساني اقدارو دتمثيلوونكي دريځ خپل كړي اودښكېلو قبيلو دبې ځايه وينې توئېدنې مخنيوى وكړي.

۲ ــ په فردي او اجتماعي ژوند كې د اسلام نياومن اوسوله ساتى دريځ:

اسلام دمسلمان مسلماني يا كامله ايمانداري تردې پورې تړلې ده چې نور مسلمانان يې له ضرر څخه په امن وي، دغه راز دوګړو ترمنځ په ټولنيز اخوت بآور لري چې ددو كسانو ترمنځ دشخړې په صورت كې دريم ته على الوجوب امر كوي چې ( فاصلحوا بين اخويكم ) دخپلو دوو وروڼو ترمنځ مو سوله وكړئ، تردې چې د ( مېړه ) او ( مېرمنې ) ترمنځ دجوړجاړي له پاره په بې ساري صراحت سره توصيه كوي چې ( والصلح خير ).

دټولنيز فساد او انارشيزم د مخنيوي له پاره اسلام داسې كوټلي قوانين او حدود وضع كړي دي چې په مراعا سره يې دټولو انساني او اسلامي ارزښتونو حفاظت حتمي دى.،

كه موږ دلته د ساري په ډول د قتل حد چې قصاص دى راوځيرو نو لكه څنګه چې لوى خداى جل جلاله فرمايي دټولنې له پاره د ژوند اوپايښت فلسفه پكې نغښتې. معمولاً سترې جګړې او دوامداره شخړې له وړې هغې څخه رازيږي، چې بياديوې مناسبې حل لارې دنشتوالي په صورت كې پسې زياتيږي.

تر اسلام د مخه دجاهلي قبيلو دخپل منځي جګړو او تربګنيو شاليدهم همداسې وو، دعربو او يهودانو د دستور له مخې به كه يوسړي بل قتل كړ،نودمقتول ورثه به دې ته تياره نه وه چې يواځې قاتل په نښه كړي، بلكې دغچ اخيستلو په صورت كې يې تيرى خپل روا حق باله، چې په دې توګه به د دوو كورنيو اوقبيلو ترمنځ د دوامداره جګړو اور بل شو، خو اسلام ددا ډول شخړو دهواري له پاره دقصاص حكم راووړ ، دلغت پوهانو له انده د قصاص د مادې يوه معنا برابرى او مساوات ده، يعنې اسلام په دې برخه كې د بې سارې برابري حكم كوي چې هېڅ ډول شذوذر او استثناء نه قبلوي، تردې چې د ( النفس بالنفس ) او ( المسلمون تتكافؤا دمائهم ) په مقتضاء كه مقتول غلام معذور ، ضعيف اويا ښځه وي اوقاتل يې آزاد، شريف النسب، قوي او نارينه وي هم قاتل په خپله قصاص كېږي، دا حكم تر ذمي كافر او مستامن كافر پورې هم عام دى، چې داسلامي عدالت شاهكار يې بللى شو.

په اسلام كې ټول انساني اعضاء محترم بلل شوي اوديو انسان په بل باندې هېڅ جزي تعرض هم بې بدله نه پاتې كېږي

ابوسعيد الخدرى رضى الله عنه روايت كوي چې يوځل زمونږ ترمنځ رسول الله صلى الله عليه وسلم څه شى تقسيمول چې يو تن دگڼې ګوڼې له امله مخته ورغى رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه په يوه لرګي منعه كړ، هغه سړي فرياد وكړ، پيغمبر عليه السلام ورته وويل: ( تعال فاستقد ) راشه خپل بدل واخله!. هغه سړي ورته وويل: ما بښلى يې!

خوله دې ټولو تر لمر روښانه حقائقو سره سره بياهم داهڅه كيږي چې اسلام دخشونت اوتاو تريخوالي دين معرفي كړي. دسترګو خاوندانوته بويه چې راشي سوچه اسلامي قاموس په خپله مطالعه كړي، ترڅو يې خداى مه كړه څوك يې ور ړندې نه كړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.