ادبي لیکني

د (محمد صلی الله علیه و سلم او ملګري یې) په کتاب باندې زما تأثرات

یادښت: د محمد صلی الله علیه و سلم او ملګري یې – د نبوي سیرت لړۍ د (میلاد النبي) د لوستو پر وخت مې داسې احساسوله چې زه هلته یم، ما د خپل زړه حال د دغه کتاب د ځینو برخو په منظرونو کې وموند، او هغه مې ولیکل، زړه ته راتیر ملګري شرر صاحب ته ددغه ستر دیني او ژبني خدمت مبارکي وایم او دوعا ورته کوم چې الله تعالی دې یې د ټولنې ستر خدمتګار لري. په ځوانۍ او مینه دې یې برکتونه وي. آمین

د عربو په ریګزار کې لالهانده روان یم، یوې داسې زمانې ته ستون شوی یم، چې له یوې خوا د فارس او له بلې خوا د روم غوبل روان دی، داسې ګڼم چې زه هم یو وحشي او جاهل عرب یم، د خپل ورور سره کېوتی یم، توره مې په وینو سره ده، او د ژوند له ډېرو محرومیتونو سره مخ شوی یم.
د یوې غونډۍ پر سر ولاړ یم، د مکې ښار د بډایانو کورونه په اورونو روښانه دي، شراب، کباب او لنډغر شباب دي، په خپلو منځونو کې اوړي را اوړي، زه یوه داسې منظر ته ګورم چې زړه مې د مینې تلوسه کوي، خو نه پوهېږم څنګه به ترسره کیږي؟ ځکه زه ګورم چې د بدلمنو ښځو د کورونو پر سر بیرغونه رپیږي، د یوه نارینه له پاره دا عیب او عار نه ګڼل کیږي چې خپلې ښځې ته ووایي لاړه شه نن پلانکی پهلوان خوشاله کړه او راضي یې کړه چې له تا سره شپه تېره کړي، چې زما او ستا هم په مکه کې د ټولو پهلوانانو سیال زوی وي.
زما زړه په ټوپونو دی، د اسماعیل علیه السلام یوه تاریخي منظر ته ګورم، زه د مکې د خلکو په منځ کې ولاړ یم، زړه مې درزیږي، د یو عالم خلکو د زړونو په درزا کې د خپل زړه درزا محسوسوم، سپین ږیری عبدالمطلب ګورم چې خپل زوی یې له لاسه نیولی دی، غواړي خپل خدای پر وړاندې منل شوی نذر پوره کړي، زوی یې له لاسه نیولی دی، یو ښکلی ځوان دی، پریشان دی، نوراني مخ یې د مرګ له ویرې نور هم ښکلی شوی دی، خلک ژاړي کوکارې کوي، زه ورته ګورم، هغه دی عبد المطلب په خپلو لسو زامنو کې تر ټولو ګران زوی عبدالله را څملاوه، په ستوني یې چاړه ور کېښوده، غواړي حلال یې کړي، ما سترګې پټې کړې، په زړه کې وایم خدایه چاړه یې پڅه کړې، د عبدالمطلب چاړه دې د دغه ښکلي ځوان له مرۍ لرې وغورځي، چې په اوبو کې کب یو ځل بیا ورباندې حلال شي. زه د هیجان په انتها کې یم، ګورم چې ابوطالب ور ټوپ کړل او د خپل پلار لاسونه یې کلک ونیول، ورته وايي څه کوې؟
حلالوم یې !
په خدای که یې تر هغې حلال کړې چې څو دې بله حیله نه وي ورته کتلې، که دا کار دې وکړ، هر سړی به خپل بچی حلالوي، په خلکو کې به دا دود وګرځي.
په دې ټیل ماټېل کې د بنو مخزوم خلکو را منډې کړې، ویې ویل اې د عبدالمطلبه، خپل خوریی نه درته پریږدو چې حلال یې کړې، بل زوی دې حلال کړه!
شور شغف دی، ټیل ماټیل دی، یو عالم خلک له لرې نږدې قبیلو راغلي دي، زه حیران دریان ولاړ یم، د ټولو خلکو د زړونو په درزا او ناکرارۍ کې زما زړه بې دریغه درزیږي، اه چې اوس به څه کیږي، خدایه خیر پېښ کړې.
د شور او هیجان په دې انتها کې مغیره بن عبدالله وویل: تا د لوی کار هوډ کړی دی، که چیرې خپل زوی حلال کړې د ژوند په خوند به ونه پوهېږې، موږ به د بني سعد کاهنې ته درسره لاړ شو، که هغې د حلالولو امر درته وکړ، بیا یې حلال کړه.
عبدالمطلب ټکنی شو، د ټول عالم سترګې د ده شونډو ته ځیر دي، هغه وویل: دا خبره به درسره ومنم!
عبدالمطلب روان شو، د کاهنې پوښتنه یې وکړه، ورته وویل شول هغه په خیبر کې ده، هلته پسې لاړ، زه ورپسې یم، زه ګورم چې د مخلوق د خدای زړونه درزیږي، اوس به څه کیږي!
کاهنې ته عبدالمطلب د خپل منلي نذر کیسه وکړه، کاهنې وویل: ستاسو په وطن کې دیت څومره دی؟ دوی وویل: لس اوښان.
هغې وویل: خپل وطن ته لاړ شئ، د خپل سړي سره لس اوښان ودروئ، پچه ورباندې واچوئ، که ستاسو په سړي وخته، لس نور ورباندې زیات کړئ، تر هغو چې پچه په اوښانو وخیژي، ستاسو زوی به بچ شي.
دوی بیرته را وګرځیدل، عبدالمطلب هبل ته ودرید، زارۍ کوي، یوې خواته ښایستوکی اتلس کلن ځوان عبدالله ولاړ دی، بلې خوا ته لس اوښان، پچه یې واچوله، پچه په عبدالله وخته، لس یې نور ور زیات کړل، د عبدالمطلب په سپینه ږیره اوښکې را ماتې دي، ژاړي، خپل رب ته زارۍ کوي چې قرباني یې قبوله کړي، بیا هم پچه په عبدالله وخته، لس نور یې ورباندې زیات کړل، دیرش اوښان او بلې خواته عبدالله ولاړ دی، بیا هم پچه په عبدالله وخته، په همدې ترتیب دا کیسه تر سلو اوښانو ورسېده. خلک ژاړي، زارۍ کوي، د یوه ښکلي ځوان د ژغورل کېدو له پاره یې زړونه ناکرار دي، زما سترګې هم په همدې ټېل ماټېل کې، په همدې شور او شغف کې را ډنډ دي، غریو نیولی یم، بس د هیجان په همدې حالت کې پچه واچول شوه، خوشالۍ شوې، د ټولو په مړاوو مخونو د خوښیو آثار را ښکاره شول، زیری وشو، پچه په سلو اوښانو وخته.
عبدالمطلب ولاړ دی، لا یې هم زړه نه مني، وايي تر هغو چې درې ځلې پچه په همدې سلو اوښانو او عبدالله نه وي اچول شوې، نه یې منم، یو ځل بیا د را غونډو شوو خلکو په زړونو ناکراري ننوته، د خلکو څېرو ته ګورم، هغوی چې څو شېبې وړاندې خوشاله وو، مخونه یې بیا له خفګانه مړاوي شول، د سترګو نور یې کمزوری شو، بیا پچه واچول شوه، خلکو شور وکړ، زه هم په ولولو شوم، بیا هم پچه په اوښانو وخته. د دریم ځل له پاره بیا د سلو اوښانو او ښکلي شل کلن ځوان تر منځ پچه واچول شوه، د قربانۍ او ایثار له پاره د یوه فرمانبرداره ځوان، د اسماعیل علیه السلام غوندې خپل پلار ته د تسلیم شوي ځوان تر منځ، بیا هم پچه د سلو اوښانو پر خوا وخته.
اوس نو دونیا ټوله د مینې ولولو په سر اخیستې، عبدالمطلب له خوښۍ ژاړي، په سپینه ږیره یې اوښکې را ماتې دي، عبدالله د خپلو نهو وروڼو سره وار په وار د خوښۍ او بریا غېږه ورکوي، زما زړه هم په همدې شور او شغف کې له خوښۍ ټوپونه وهي، د خلکو په منځ کې را ګیر یم، غواړم یوه ښکلي ځوان ته ور نږدې شم او ښه تر ډېره یې په غیږه کې کلک ونیسم. په همدې کې یوه بېباکه نجلۍ، رقیقه د خلکو په ټېل ماټېل کې را مخکې شي، عبدالله ته په خواږه نظر وګوري، نظر یې د مینې او هوس له اوره لمبې کوي، ورته وايي زه به ستا له مینې ټول مال او شته قربان کړم، له ما سره لاړ شه، عبدالله مخ ترې واړوي، ورته وايي نه نه، زه مې له پلار سره ځم.

د محمدالله کمال لیکنه

د نعیم افغان را لېږنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x