افغانستان

هلمند : بهرنيو ځواکونو سرحدي عسکر بمبار کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت په رېګ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو الوتکو سرحدي عسکر په نښه کړي.

د هلمند امنيتي سرچيني د پيښي پخلی کوئ ، په وينا يې نژدې ۲۰ تنه سرحدي عسکر وژل شوي او نور ژوبل دي.

د سرچينې په وينا سرحدي عسکر په پټه د هلمند رېګ سیمي ته لېږل شوي وو تر څو د قاچاقبرو په وړاندي کمين ونيسي خو د بهرنيو ځواکونو له لوري د بمبار نه کولو ډاډ نه وو ورکړل شوی.

د بهرنيو ځواکونو له لوري سرحدي عسکر هغه مهال په نښه شوي ، کله چې دوی غوښتل په رېګ کې د نشيې توکو د تګ راتګ مخنیوی وکړي.

تر دې مهاله نه حکومتي چارواکو او نه هم بهرنيو ځواکونو رسماً د يادي پيښي پخلی کړی.

وړاندي هم ډېر ځله د بهرنيو ځواکونو له لوري د هلمند په خانشین ، دېشو او نورو ولسواليو کې داخلي ځواکونه بمبار شوي.

د سيمي اوسېدونکي وايي : سرحدي عسکر ډېر ځله د طالبانو په جامه کې رېګ ته تګ راتګ کوي چې له همدې امله د بهرنيانو له لوري د بمبار نښان ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x