
مصر: پلازمينه قاهره کې د پوليسو يو مشر په يوه چاودنه کې وژل شوی
نن ټکی اسيا: د مصر پلازمينه قاهره کې د پوليسو يو مشر ډګروال احمدذکي په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
خبر زياتوي، چې د ډګروال احمدذکي موټر د يو چسپکې ماين په واسطه والوځول شو چې نوموړی پکې ځای پر ځای وژل شوی.
ويل کيږي، چې چاودنه کې، د احمدذکي دوه ساتونکي هم ټپيان شوي، چې دم ګړۍ په روغتون کې د درملنې لاندې دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې د پيښې پخلی شوی دی.
خبر پاڼه زياتوي، چې د وژل شوي احمدذکي جنازه نن ماسپښين درې بجې پلازمينه قاهره کې د پوځي مراسمو په ترڅ کې ادا کيږي.