سالنګ د واورې له امله د لویو موټرو پر مخ وتړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سالنګونو د څار او ساتنې مسوولين وايي، د واورې د ورښت له امله دا لویه لار د لویو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

جنرال محمد رجب وايي، د تېرې ورځې له غرمې راهیسې ورښت دوام لري، چې لویو موټرو ته يې تګ لا سخت کړی دی.

د هغه په خبره که ورښت همداسې دوام وکړي، ښايي لار بشپړ وتړل شي، خو دوی يې د خلاص ساتلو هڅې کوي.

نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه پر دې لار تلونکو موټرچلونکو او مسافرو ته یادونه کړې چې د سفر پر وخت دي، مناسب پوښاک او اضافي غذايي مواد له ځان سره ولري.

هغه ویلي، ښه ده چې موټر چلونکي د خپلو موټرو ټایرونو ته زنځيرونه هم واچوي.

سالنګ چې د هېواد شمال له پلازمېنې کابل سره نښلوي، نږدې هر ژمی د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي، چې کله يې بندښت څو ورځو ته اوږد شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د