fbpx

بغلان: اربکیان د چرګانو فارم لرونکو نه باج اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳لېندۍ، ۱۳۹۶ل): په بغلان کې د چرګانو فارم لرونکي د سیمې له اربکیانو شکایت کوي، چې هره پوسته ترې خپل باج اخلي.

د معراج الدین سراجي په نوم د فارم لرونکی وايي، له دریو کلونو راهیسې د اربکیانو هره پوسته له پنځو تر لسو چرګانو د باج په نوم ترې اخلي.

د هغه په خبره نږدې له ۱۱۰ فارمونو نه د چرګانو د راوړلو په وخت اربکیان باج اخلي، په وینا يې ټول له همدې ستونزې کړېږي، خو څوک له وېرې غږ نه شي کولی.

وړاندې تر دې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اربکیانو د چور، نشه يي توکو، بچه بازۍ او خلکو پر ناموسونو د برید له امله اعتراضونه او لاریونونه شوي، چې حکومت یوازې ژمنې کړې دي.

د بغلان امنیه قومندان اکرام الدین سریع هم ورته ژمنه کوي او وايي که د اربکیانو باج اخیستنه ثابته شي، دوی به قانوني چلند ورسره وکړي.

په ټول بغلان کې شاوخوا ۴۵۰ د چرګانو فارمونه موجود دي، چې ډېری یې په مرکزي بغلان او پلخمري کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د