افغانستان

احمدزی: چې د خوندیتوب ضمانت مو نه وي شوی، خپل وسله وال نه بې وسلې کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳لېندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د کابل ګارنیزون د نا مسووله وسله والو د بې وسلې کولو یا هم ثبتولو کمپاین پیل کړی، د ولسي جرګې ځينو غړو غبرګونونه ښوودلي دي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی وايي، تر څو چې يې د خوندیتوب ضمانت نه وي شوی، نه شي کولی د تورو ښيښو موټر بدل یا هم خپل وسله وال بې وسلې کړي.

د هغه په خبره امنیتي مسوولین باید له ملي شورا سره په مشوره د وسلې د راټولولو او نامسووله وسله والو د بې وسلو کمپاين ته نوی طرزالعمل جوړ کړي.

نوموړي نه یوازې چې ناقانونه وسله نه ثبتوي، زیاتوي چې دوه میله وسله د ځان د خوندیتوب لپاره کافي نه بولي.

احمدزي پر حکومت غږ وکړ، چې د ملي شورا د غړو د امنیت نیولو لپاره باید پخپل ځان کې وړتیا پیدا کړي.

هغه په زغرده وویل:« زما او د یو عادي وګړي باید توپیر وشي!»

تېره ورځ د کابل ګارنیزون وویل چې ښار کې ټول نامسوول وسله وال به یا بې وسلې کړي یا به يې هم ثبت کړي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې وه، چې دوه میاشتې کې به د هېواد په سطحه نامسوول وسله وال بې وسلې کړل شي.

تر اوسه نه د معلومه، چې حکومت به د وکیلانو له ساتونکو د وسلې اخیستو توان ولري کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x