افغانستان

پر بګرام هوايي ډګر راکټي برید وشو

نن ټکی آسیا:  د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیتي سرچینې وايي، چې وسله والو طالبانو په بګرام هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو پر سترې اډې راکټي برید کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د ملګرو له لورې پر بګرام هوايي ډګر د راکټي برید پخلی وکړ او زیاته یې کړه ، چې په دې برید کې یې بهرنیو ځواکونو ته درانه ځاني او مالي تلفات اړولي.
بل خوا، د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان هم پر بګرام هوايي اډه د طالبانو راکټي برید تایید کړ او ویې ویل، چې  طالبانو دا برید د کاپیسا ولایت څخه ترسره کړی، د برید  د مرګ ژوبلې په باب یې له څه ویلو ډډه وکړه او په دې باب یې د پلټنو د پیلولو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x