افغانستان

بلخ: بهرنیو ځواکونو شپنیو چاپو کې اوه تنه ولسي ګړي وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۶ل): بهرنیو ځواکونو د افغان ملګرو په همکارۍ د بلخ په چمتال ولسوالي کې شپنۍ چاپې اچولې او د کلي د ملا امام په ګډون يې اوه تنه ولسي وګړي له ځانو سره وړي دي.

د چمتال ولسوالۍ په حاجي کریم بای کلي کې تېره شپه دوولس بجې چاپه اچول شوې چې د څو کورنیو مېرمنې او ماشومان يې په یخه هوا کې څو ساعته ودرول.

د سیمې د اوسېدونکو په قول بهرنیانو چې افغان ملګرو يې همکاري کوله، د کلي ملا امام او شپږ تنه نور کلیوال له ځان سره یووړل.

په ورته وخت کې د دې ولایت د څرخ په خروټو کلي کې تېره شپه لس بجې چاپه وهل شوې چې د سیمې د اوسېدونکو په قول شتمنۍ يې لوټ شوې دي.

د دوی په خبره بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو په ملګرتیا په نیمه شپه کې د دوی کورونه وپلټل، خلک يې ووهل او د تالاشي په پلمه يې له ځینو کورنیو شتمني یووړه.

په وینا يې پر دې سربېره عسکرو په کلي کې څلور شخصي موټر سایکلونه او سراچه موټر وسوځول.

شپني عملیات د بهرنیانو هغه ځورونکې هڅه ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي يې په مخالفت کې کلک ودرید.

د ګډ حکومت مشرانو د واک په لومړیو کې د شپنیو عملیاتو اجازه وکړه او دا يې د خپلو مخالفینو د ځپلو په پلمه یو ښه تکتیکي عمل ګڼلی دی.

د یادو پېښو په اړه حکومتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x