ایپل کمپنۍ تر ټولو قیمته کمپیوټر بازار ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا مشهورې کمپنۍ ایپل د نړۍ تر ټولو خورا قیمته All in one کمپیوټر بازار ته وړاندې کړ.

ایپل کمپنۍ د روان کال په جون میاشت کې اعلان کړی و چې دوی به د کال پای پورې د نړۍ تر ټولو قیمته کمپیوټر آی میک پرو IMac Pro بازار ته وړاندې کړي، چې په اوسني اعلان سره یې په بازار کې د موندلو نیټه ۱۴ دیسمبر ورکړې ده.

دغه کمپیوټر څلور ډوله پروسیسرز سره وړاندې شو، پیرودونکي کولی شي اوسمهال دغه کمپیوټر د ۸ او ۱۰ کور پراسیسر سره له بازاره ترلاسه کړي، خو ټاکلی شوې چې ۱۴ او ۱۸ کور پراسیسرز به په راتلونکې ۲۰۱۸ کال بازار ته وړاندې شي.

دغه ډیسکټاپ کمپیوټر چې د سکرین تر شا هر څه لري او دې ته ټول په یوه کې نوم ورکړل شوی، له کیبورډ او ماوس نه پرته هر څه په یوه برخه کې وي چې له همدې امله یې وزن هم ۷ کیلو او ۷۰۰ ګرامه دی.

ځانګړنې:

• دغه کمپیوټر ۳۲ جي بي ریم RAM لري، خو پیرودونکی کولی شي په دې کې ۶۴ او ۱۲۸ جي بي ریم هم واچوي.

• ۸ جي بي پراسیسر سره به ۱۰، ۱۴ او ۱۸ جي بي پراسیسر ولري.

• یو TB زخیره STORAGE لري، چې کولی شې ۲ او ۴ ټي بي Terabytes میموري هم وراضافه شي.

• دغه کمپیوټر ځاني وایفای او بلیوتوت سیستم سره معیاري لاوډسپیکر، څلور مایکروفونونه او ایچ ډي 1080 صفا کامره هم لري.

• درې چټک یو ایس بي USB پورټونه لري.

• ددغه کمپیوټر ډیسپلی له صفا سکرین سره ۲۷ انچه ښودل کیږي، چې په بلیونونو ډوله رنګونه مني.

• دغه کمپیوټر له نورو ډیرو ځانګړنو سره دا هم لري چې ددې د د چټک ماشین له کبله به له هر رنګه لیپټاپ یا کمپیوټره چټک، دروند او سم کار کوي.

د یادونې وړ ده چې دغه کمپیوټر په ۴۹۹۹ امریکایي ډالره بیه په لومړي ځل بازار ته وړاندې شوی، چې تر دې دمه د ایپل کمپنۍ تر ټولو قیمته کمپیوټر ښودل کیږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د 9to5mac ویبپاڼه وګورئ!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرافع مېلمه
میلمه
عبدالرافع مېلمه

په ۵۰۰۰ ډالره ده لاکن زه مطمئن یم چي تر ۶۰۰ ډالره به ډیری نه وي پری مصرف شوی او ۴۴۰۰ ډالره به وچه ګټه کاږی.