افغانستان

د امریکا د بهرنیو چار وزیر: افغانستان کې د دایمي پاتې کېدو نیت نه لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ويلي، په افغانستان کې د دایمي پاتې کېدو نیت نه لري.

نوموړي په واشنګټن کې خبري ناستې ته وویل، افغانستان يې یوازې د طالبانو لپاره نه دی نیولی، خو ويې نه ویل چې نورې کومې موخې لري.

هغه پر ګډ حکومت هم غږ وکړ، چې باید داسې شرایط برابر کړي چې مخالفین يې له جګړې لاس واخلي.

نوموړي وویل افغان حکومت باید طالبانو ته په واک کې برخه وکړي او هڅه دې وکړي چې هغوی سولې ته راضي کړي.

ټيلرسن هممهاله پر طالبانو هم غږ وکړ، چې باید له جګړې لاس واخلي او په وینا يې د جګړې له لارې به بریا ته ونه رسېږي.

دغه امریکایي لوړپوړی چارواکی وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې افغان حکومت هم تېره اوونۍ د سولې اړوند څرګندونې وکړي.

طالبان چې د جګړې اصلي علت د امریکایانو پوځي حضور بولي، پرلپسې يې ویلي چې د وروستي امریکايي تر پاتې کېدو به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د شنونکو په باور هغه ډول چې امریکا او افغان حکومت د کومې سولې تمه لري، مخالفینو ته ښايي له تسلیمۍ پرته بله مانا ونه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

پہ پخوانی او اوسنی نیت کی مو فرق راغلی کہ څنګہ

Naqibullah Shorish

تاسي منبع نده ښودلي کوم اژانس داخبرخپورکړاونه موځاي په نښه کړي نوځنګه کيدلي سي په داسي خبر سړي باور وکړي . مننه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x