نړۍ

د پاکستان د دفاع وزارت د جیو تیلویزیوني چینل د خپرونو بندول غواړي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د دفاع وزارت د دغه هېواد د بريښنايي او انځوریزو رسنیو ادارې «نیپرا» ته په استولې لیک کې،جیو تلویزیوني چینل له قانون او ژورنالیستکي اصولو څخه په سرغړونې تورن کړی او د جیو تلویزیون پر خپرونو یې د بندیز لګولو غوښتنه ترې کړې.

د پاکستان د دفاع وزارت پر جیو تلویزیون تور لګولی، چې په ډېرو مواردو کې يې د دغه هېواد داخلي ګټو ته د پاملرنې پر ځای د هېواد ملي امنیت ته ګواښونه کړي او ګواکې د حکومت او د پاکستان د استخباراتي شبکې (ای-ایس-ای) په بدنامولو پسې يې راخیستې.
د دفاع د وزیر خواجه آصف له لورې په استول شوې شکایت کې دا هم راغلي چې د جیو د تکړه خبریال حامد میر په قضیه کې دوی له ډيرې عاجلې کار اخیستی او بې له دې، چې کوم لاسوند وړاندې کړي، د نوموړي د حملې پړه یې پر ای-ایس-ای ور اچولې او ګواکې د دې سازمان مشر ظهیرالاسلام ته یې سپکاوی کړی.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پر دې سترې او خورا مشهورې جیو تلویزیوني شبکې او د دې چینل پر خبریالانو مخکې هم څو څو ځله بریدونه شوي او د پاکستان د سیاست د ننګولو او نیوکو په اعتراض کې يې د حکومتي چارواکو سخت غبرګونونه را پارولي.
د جیو تلویزیون یو پښتون خبریال ولي بابر څلور کاله وړاندې په کراچۍ کې د ناڅرګندو کسانو له لورې ووژل شو، چې دوسیه یې لا هم تر غور لاندې ده.
د نوموړي له وژنې وروسته دا باور کېده، چې نوموړی ښایې د سند حکومت ، چې له پښتنو ،په تېره بیا له ملتپالو پښتنوسره سخته تربګني پالي، له لورې دې وژل شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x