نړۍ

سوريه: د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ۲۳ مليکان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۶ل): د سوريې په ختيځ ديرالزور ولايت کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۲۳ ملکيان وژل شوي دي.

په امريکا کې د سوريې د بشري حقونو د بنسټ مشر رامي عبدالرحمن پرانس فرس خبري اژانس ته ويلي، د امريکا هوايي ځواک غوښتل چې په سيمه کې د داعش وسله والو په مرکزونو بمبارۍ وکړي، خو له کبله يې ۲۳ ملکيان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

زياتوي، دغه بريدونه د چهارشنبې په ورځ په ملکي هدفونو ترسره شوي دي.

د سوريې دولتي اژانس سانا هم دغه بريدونه تاييد کړي وايي، بريدونه د داعش وسله والو تر واک لاندې سيمه کې شوي دي.

د اژانس د ورکړل شويو مالوماتو له مخې په وژل شويو کې اته ماشومان، شپږ مېرمنې او نور نارينه دي.

د امريکا پوځ وايي، په دغو بريدونو کې د ملکيانو د وژل کېدو په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د امريکا په مشرۍ اييتلافي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال راهيسې د سوريې رژيم له همغږۍ پرته په دغه هېواد کې هوايي بريدونه ترسره کوي، چې وخت ناوخت پکې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x