افغانستان

ماینونه هره میاشت د ۱۰۰ افغانانو ژوند اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳لېندۍ، ۱۳۹۶ل): له ماینونو د اغېزمن شویو افغانانو موسسه وايي، هره میاشت نږدې ۱۰۰ تنه افغانان د ماینونو قرباني کېږي.

دې موسسې په تازه سروې کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله ۶۰۰کیلومټره مربع ځمکه کې هم لا هم ماینونه ښخ شوي او پاکه شوې نه ده.

د یاد موسسې مشر اسلام محمدي نن په کابل کې د ماینونو د قربانیانو د سروې د اعلان پر مهال وویل، چې په منځنۍ کچه په افغانستان کې د ماینونو د چاودېدو له امله هره میاشت سل افغانان قرباني کېږي، چې د تېرو کلونو په پرتله دغه شمېره پورته تللې ده.

د محمدي په خبره، د ۲۰۱۶، ۲۰۱۵ کلونو په پرتله په روان کال کې د ماینونو د قربانیانو شمېر ډېر دی او تېر کال په افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو شمېر ۱۹۴۳ تنو ته رسېدلی دی.

ده وویل، تېر کال د ماینونو د قربانیانو شمېر ۶۳۳ زیات شوی، چې تېر کال ۱۹۴۳ او دوه کاله مخکې دغه شمېره ۱۳۱۰ ته رسېدلې وه.

محمدي وویل، افغانستان پرله‌پسې د ماینونو د قربانیانو لوړه شمېره درلوده؛ خو تېر کال یمن له افغانستان نه مخکې شوی او اوسمهال افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی، چې ماینونه یې د ډېرو خلکو ژوند اخلي.

هغه وویل، په افغانستان کې سویلي ولایتونه تر نورو ډېر د ماینونو قرباني ورکوي، چې د سړک غاړې ماینونه او چسپکي ماینونه یې د نمونې په ډول یاد کړل.

د جینوا د ۲۰۱۷ز کال د ماینونو د څار راپور ښيي، چې تېر کال په نړۍ کې ۸۶۰۰ تنه د ماینونو قرباني شوي، چې په سلو کې یې ۴۲ ماشومان دي.

«د ماینونو نه خالي افغانستان پلان» په ۲۰۱۳ کال جوړ شوی او تر ۲۰۲۳ کال پورې به په ټول افغانستان کې ښخ شوي ماینونه له منځه یوسي او افغانستان به له ماینونو خالي کړي.

د کار، ټولنیزو او معلولینونو وزارت وايي، اوسمهال ۸سوه زره افغان معلولین شته، چې ډېری یې په بد وضعیت کې ژوند کوي او ټول د روانو جګړو له امله معلولول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولى دلسوز

افغان هولس له امريكاى جګړ تر هغ وخت کوى چي ترسو امريكې په افغانستان کى ماتى نوىمنلى زک چي افغانستان داسلام خاوره ده موږ دويل غواړو چى امريکابه هسکل هم برياته ونرسىږ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x