نظــر

د بیت المقدس په اړه د سعودي خاموش علماء او د اردوګان هیره کړې وعده

عبدالرحمن

د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیرې اونۍ په چهار شنبه (شپږم دیسمبر) اعلان وکړ چې د بیت المقدس ښار د اسرائیل د پلازمینې په توګه پيژني او امر یې وکړ چې د هیواد سفارت دي يې دغه ښار ته انتقال شي.

ددې کار سره د نړۍ اکثرو اسلامي، عربي او ان اروپايي او د جنوبي امریکا هیوادونو مخالفت وښود، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا د ځینو عربي هیوادونو غبرګون سوړ او بیخونده وو.

په عربي کې یوه مقوله ده چې په اوس وخت کې يې ځیني رسنۍ او تبصره کوونکي تکراروي، وايي: کوم څه چې په قوت سره سلب شوی وي هغه یوازي په قوت بیرته تر لاسه کیدای شي. د مسلمانو علماو نړیواله اتحادیه چې مشري يې شیخ یوسف القرضاوي کوي، د اسلامي سرمشریزې غونډې څخه وغوښتل چې د اسرائیل پر ضد د جهاد اعلان وکړي او د بیت المقدس د بیا تر لاسه کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

غونډه تېره شوه او ځینو د توقع خلاف سړه غونډه وبلل.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټول مسلمان هیوادونه به قدس شریف د فلسطین د پلازمینې په توګه پيژني او د امریکا څخه یې غوښتنه وکړه چې خپله پرېکړه دي بیرته واخلي.

په غونډه کې د عربي مهمو هیوادونو ولسمشرانو، پاچاهانو او واکدارانو ګډون نه وو کړی چې د ځینو په وینا د هغوی عدم دلچسپي يې څرګنده کړه.

د اردوګان وعده:

ددې تر مخه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د قدس ښار په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي، ځیني راپورونه نشر شوي وه چې هغه به دا کار خامخا کوي او پر مهال یې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي وه چې ټرمپ دي دا کار نه کوي، که چیري يې وکړي، ترکیه به د اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي. ترکیه د اسرائیل سره تجارتي او نظامي اړیکې هم لري.

خو نه یې تر اعلان وروسته دا کار وکړ او نه یې هم حتی د سرمشریزي غونډې وروسته.

زما فکر وو چې نوموړی به په غونډه کې دا اعلان وکړي تر څو نور مسلمان هیوادونه چې د اسرائیل سره اړیکې لري، هغوی به هم وهڅیږي چی اړیکې پرې کړي، خو هیڅ هم ونه شوه او یوازي شعارونه تکرار شوه.

د سعودي موقف:

سعودي غونډې ته خپل پاچا ملک سلمان وانه ستوی او نه یې رسنیو دغه غونډې ته هغه پوښښ ورکړ چې مستحق یې وو. ځکه چې په دغه غونډه کې د ترکیې زعامت څرګندیدی څوک چې د قطر ټینګ ملاتړی هیواد دی، د سعودي، امارات، مصر، بحرین د ټولو ګډون په غونډه کې کمرنګه وو، حتی بحرین خو لا د بهرنیو چارو وزیر هم نه وو لیږلی، بلکې د عدلیې وزیر یې لیږلی وو. همدې بحرین تر اعلان وروسته یو پلاوی اسرائیل ته لیږلی وو چې قدس ته هم تللی وو او له هغه ځایه یې نړۍ ته د ادیانو ترمنځ او اسرائیلو سره د سولې پيغام ورکاوه.

سعودي رسنۍ چې اوس مهال د ایران، قطر او اخوانیانو پر ضد څومره لیکل او نشریات کوی، هغومره د اسرائیل او د اسلامي امت د برخلیک ټاکوونکي قضیې فلسطین په اړه څه نه وايي، بلکې پر قطر او ترکیه باندي تورونه پوري کوي چې دوی یواځي شعارونه ورکوي او عملي ګامونه نه اوچتوي، خو خپله هیره وي چې حتی شعارونه هم نه پورته کوي بلکې په عکسي ډول داسي فضا را منځته کوي چې د اسرائیل سره اړیکې ورغول شي او دا واقعیت ومنل شي چې اسرائیل په خپله سیمه او فلسطین کې برلاسي دي، باید دا حقیقت نور ومنل شي.

اوس مهال په سعودي کې د قطر، اخوان المسلمین او یا هم په مصر، لیبیا او یمن کې د عامو مسلمانانو سره د ملاتړ څرګندونې جرم بلل کیږي او حتی د فلسطیني ډلې حماس په اړه څوک خوله نشي پرانیستلی، خو د اسرائیل سره د اړیکو پر اهمیت باندي که څوک ټینګار وکړي، رسنیز پوښښ ورکول کیږي او پر ضد یې هیڅ اقدام نه اوچتیږي.

د سعودي مشهور عالم سلمان العوده چې په ټویټر کې تر ۱۲ملیونه زیات تعقیبوونکي لري، په فیسبوک او یوټیوب کې هم په ملیونونو مینه وال لري، یوازي له دې وجې بندي شو چې هغه یوه ورځ حس کړه لکه د سعودي او قطر تر منځ چې نیژدیوالی را روان دی، هغه وویل: اللهم الف بین قلوبهم. الهي ته یې زړونه سره نیژدې کړه.. د هغه یوه ټویټ وروسته د نوموړي درک نشته چې چیرته دی…؟

ځینو سرچینو وویل چې د سعودي حکومت په لومړیو کې هغه ور غوښتی وو او تعهد یې ځیني اخیستی وو چې د قطر پر ضد که څه نه وايي، نو په اړه به یې هم څه نه وايي.. خو دا چي یوه ورځ د ټرمپ په غوښتنه د قطر امیر او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پر تلیفون خبرې سره وکړې، نوموړی پرته له دې چې ځان پوره خبر کړي، فکر وکړ چې خبره مخ پر حل کېدو ده.. او دعا یې وکړه چې د بند سبب یې شوه.

د سعودي د علماو موقف:

د سعودي مشهور عالم دکتور محمد بن عبدالرحمن العریفي په ټویټر کې تر ۲۰ ملیونه زیات مینه وال لري، هغه یو د مشهور ترینو علماو، دعوتګرو او مصنیفینو څخه دی، د قطر په موضوع کې د سعودي حکومت تر څنګ ودریدی خو په اړه یې ویل کیږي چې د فشار له امله یې دا کار کړی خو د فلسطین په اړه داسي خاموشه دی لکه هیڅ چې هم نه وي.

ټرمپ د دیسمبر پر ۶مه نیټه د قدس شریف په اړه خپله کرغیړنه پرېکړه وکړه چې له امله یې ټوله عالم اسلام ولرزیدی او غبرګون یې وښود، حتی کفار خاموشه پاتې نه شول، خو شیخ عریفي پر جورابو باندي د مسح کولو احکام بیانول او اوس هم لګیا دی د سهار او ماښام اذکار بیانوي او یا هم نور دعوتي خبرې کوي.

ورته کار د سعودي بل مشهور عالم دکتور عایض القرني کړی، نوموړی د اسلامي ولسونو او خپلو مینه والو د توقع پر خلاف تر اوسه هم پر خپل ټویټر اکاونټ د بیت المقدس او د ټرمپ د پریکړې په اړه نه دی غږیدلی، خو داسي هم نه ده چې نور څه یی نه دي لیکلي، نوموړي خپل د کتابونو اعلانونه، عام اذکار او نور دعوتي مطالب خپاره کړي دي.

د کعبې شریفي امام او مشهور قاري سعود الشریم د ۳م ډیسمبر څخه بیا تر اوسه ۱۴م ډیسمبر پوري یو ټویټ کړی.. او په هغه کې هم خپله یوه قصیده شریکه کړی چې په غږ کی ویل شوی او عنوان یې دي: په ګرمي کې اور مه بلوه.

د سعودي یو بل مشهور عالم محمد صالح المنجد چې په رسنیو کې هم ډېر را څرګندیږي، په ورته توګه د قدس شریف په اړه بشپړه خاموشي اختیار کړې.

د عادل الکلباني په نامه یو دیني عالم او قاري چې د کعبې شریفي امام هم پاته شوی، په ټویټر کې د قدس شریف په اړه خاموشي خپره ده، نوموړي د «ریاض ورځپاڼي» یوه لیکنه نشر کړی چې په هغه کې پر نورو هیوادونو او هغو مسلمانانو نیوکي شوي چې ولي د سعودي موقف نه ستایی او ټینګار کوي چې سعودي همیشه د فلسطین تر څنګ دریدلی دی. خو هغه لیکنه بل چا لیکلی او د نوموړی موقف کیدای شي د هغه تایید وی خو نور یې څه نه دی ویلي.

د مشهور قاري او دیني عالم شیخ سدیس په مشري د حرمینو شریفینو ریاست ټویټر که وکتل شي، په ورځ کې د سخت دریځۍ او افراطیت پر ضد څلور پنځه پوسټونه شوي او څلور پنځه ځایه سیمینارونه او مجلسونه شوي وي، خو د اول قبلې شریفي په اړه د سعودي موقف په یوه ټویټ کې خلاصه شوی، (سعودي تل د فلسطین او مسلمانو تر څنګ ولاړ هیواد دی، تل یې د فلسطین ملاتړ کړی او د فلسطین د قضیې عادلانه حل غواړي وغیره).

همدا موقف د حرمینو شریفینو د ریاست له لوري د کعبې شریفي او نبوي مسجد په خطبو کې هم تکرار شو خو د خطبو اساسي موضوع بېله وه.

د بیت المقدس د قضیې سره ورته تعامل د سعودي د «هیئة کبار العلماء» هم کړی، دغه موسسه د سعودي دیني مرجع بلل کیږي.

په هر حال د اسلامي امت دغه حالت ټرمپ او اسرائیل ته دا زړه ورکړ چې د مسلمانانو اوله قبله د یهودو په قباله کړي، د امریکې ادارې له پيله دا انګیرلې وه چې په نړیواله سطحه به ددوی پرېکړه غندل کیږي او پر ضد به یې غبرګونونه را پاریږي، له همدې وجې يې د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو ته خبرتیا ورکړې وه او هغوی یې اماده کړي وه چې له دې اعلان وروسته به څرنګه تعامل کوي او څرنګه به د ځان ساتنه کوي او یا د امریکا د موقف تشریح کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري نیکي هیلي په «مسخره» وویل چې مونږ تر اعلان وروسته دا فکر وکړ چې اسمان به ونړیږي او په موقفونو کې به انقلاب راسي، خو دادی څو ورځي تیرې شوي، هیڅ نه دي شوي، بیا به هم هیڅ ونه شي، امریکا پر خپل موقف ولاړه ده او قدس شریف د اسرائیل ابدي پلازمینه ده.

نیکي هیلي ضمنا د اسرائیل د پخواني یهودۍ مشرې او لومړۍ وزیرې «ګولډا مایر» هغه څرګندونو ته اشاره کول چې په یوه مرکه کې وپوښتل شول چې د زیات خفګان او خوشحالۍ ورځې یې کومي وي؟ هغې وویل: کله چې یهودانو د اسلام سپیڅلی مسجد «الاقصی» وسوځوی، زه وویریدم چې په سبا شپه به ټول عرب او مسلمانان د اسرائیل پر ضد پاڅون وکړي او د اسرائیل وجود به له منځه یوسي، زه ډېره خفه وم. ټوله شپه ویریدم، خو په بله ورځ مي ولیدل چې مسلمانان یې په غم کې نه دي، نو دا مي بیا د خوښۍ ورځ وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

عالم اسلام نہ اردوغان ددغہ حالت څخہ ژغورلایسی نہ ھم دانور -ژغورل یی صرف اوصرف پہ جھادفی سبیل الله کی دی

نا پيژاند

هودغه رقم خوکه چاغیرت وکو

Janet

الله ج دی پر مسلمانانو ورحمیژی

غ.حضرت

د سعودی د علماوو ددې ځوروونکی سکوت او چوپتیا څخه دا نتیجه تر لاسه کیږی چه د سعودی د مُلایانو رسمی مذهب همهغه حکومتی سیاست ؤ او نن هم دی.

الجاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه سعودی کی ښه مسلمانان او رشتونی مسلمان علما ډیر دی ، مګر اوایلو کی د سعودی کورنی د وهابیت او سلفیت د چتری لاندی ساتلی وو یعنی هغوی فکر کولو چه همدغه شاهی کورنی د اسلامی او حرمینو خادمان دی او مونږ ته یی د اسلام خپرولو زمینه او وسیلی په واک کی راکړی نو ښه اسلامی حکومت دی ، کیدی شی ځینو یی پکی د رښتینی مسلمانی او یا د منافقت له مخی ځنی کړنی تر سره کولی چه د ساده او لا رشتونو علماوو د خطا ایستلو سبب شوی وی . مګر له هغه… نور لوستل »

zadran

په ټوله دنیا کی چه یو څوک تقاعدی عمر ته ورسیږی ،او تقاعد شی .نو هر سیاسی ،دفتری ،فعالیت څخه لاس واخلی او په کور کرار ارام کینی.خو افغانان بیکل بیل ډول دی،یعنی سرچپه شی.چه کله تقاعد او بوډاتوب ته ورسیږی ،سیاسی فعالیتونه یی نور هم ورپسی اضافه بلکه څو قسمه ټاپه د پښاور قصه خوانی څخه راوړی په خلکو یی لګوی،یعنی له بدو نور هم ور پسی بد تر شی.ښه مثال د محترم بیانزی صاحب چه له تقاعد عمر څخه هم اوښتی،په سعودی حاکمی کورنی یی د یهودیانو ټاپه لګولی ده.حالانکه بیانزی په لندن کی.، او سعودی حاکمه کورنی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx