افغانستان

هېواد ته د جنرال دوستم د راتلو مخه بیا نیول شوې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۶ل): د بلخ د ځايي چارواکي وايي، چې تېره شپه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ مخه یو ځل بیا نیول شوې ده.

د چارواکو په خبره، جنرال دوستم الوتکې غوښتل د مزار شریف په هوايي ډګر کې ناسته وکړي؛ خو د راتګ مخه یې نیول شوې او بېرته ازبکستان ته تللی دی.

دوی وايي، دوستم اوسمهال په ازبکستان کې دی؛ خو دا چې مزار شریف ته به راشي او که‌نه په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

څو میاشتې وړاندې هم جنرال دوستم مزار شریف ته د راتګ هڅه کړې وه؛ خو په مزار شریف کې مېشتو ناټو ځواکونو یې الوتکې ته د ناستې اجازه نه وه ورکړې او الوتکه یې بېرته ترکیې ته لېږلې وه.

جنرال دوستم له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې شمال ته راشي؛ خو امریکايي چارواکي یې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ورکوي.

جنرال دوستم وروسته له هغه هېواد پرېښود، چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پرې د جنسي ځورونې تور ولګاوه او د دوستم د محکمه کېدو غوښتنه یې وکړه.

جنرال دوستم د بلخ د والي عطاء محمد نور او د اجراییه ریاست له دویم مرستیال محمد محقق سره په ګډه د افغانستان ژغورنې په نامه اېتلاف جوړ کړ؛ خو تراوسه یې عملي کارونه پیل کړي نه دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، تراوسه یې د دوستم اووه ساتونکي نیولي؛ خو د ایشچي په قضیه کې ښکېل کسان په بهر کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

I just don’t understand. This guy was with communist regimes and changed the side and joined Mujaheddin, he betrayed Dr Nagib and prevented him to leave the country and he killed 3000 unarmed,surrendered Taliban POW’s against the Geneva Convention and he has criminal case in abusing former governor of Josejan. Why doesn’t NATO, United Nation arrest him and put him on trail????

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x