افغانستان

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون څوارلس رسنۍ نقدي جریمه کړې

د هېواد د ټاکنو د کمیسیون یوې بلې څانګې د ټاکنو د رسنیو کميسیون، څوارلس رسنۍ د ټاکنیزو کمپاینو نو نه ورورسته د سکوت د دورې د ماتېدو په پلمه نقدي جریمه کړې دي، چې دغه څوارلس رسنۍ له پنځو زرو تر پنځوس زرو افغانیو پورې جریمه شوې دي.

د رسنیو کمیسیون یواندې فريدې نیکزاد نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل،چې د کمیسیون غړو نن پرېکړه وکړه، چې یو شمېر رسنۍ د سرغړونو له امله باید نقدې جریمه شي، د نيکزاد په خبره، هغه رسنۍ
چې د ټاکنیزو کمپاینونو  نه وروسته يې د سکوت په دوره کې سرغړونې نه دي کړې، دوی به يې په جایزو ونازوي.
د ټاکنو د رسنیو کمیسیون د پرېکړې له مخې آینه تلویزون ۷۵ زره افغانۍ،آرزو، راه فردا، افغان او دعوت تلویزونونه هر یو۵۰ زره افغانۍ،  سبا تلویزون ۶۰ زره افغانۍ، نورین تلویزون ۱۰ زره افغانۍ، په بلخ کې مهر تلویزون ۲۰ زره افغانۍ، شمشاد تلویزون ۱۰ زره افغانۍ،  په کندهار کې هیواد تلویزون ۵ زره افغانۍ، نوا راډیو۱۰ زره افغانۍ، نگاه تلویزون ۳۵ زره افغانۍ، ژوند تلویزون ۳۵ زره افغانۍ، او د نور تلویزون ۱۰ زره افغانۍ نقدې جریمه شوي دي.
د دې کمیسیون د ویاندې له خولې چې طلوع، کابل نیوز، آریانا او یک تلویزونونو متوازن چلند کړی دی.
یاده دې وي،چې د ټاکنو د رسنیو کمیسیون د ټاکنیزو کمپیانونو  له پای ته رسېدوه ورروسته دټاکنو ترپیل پورې د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره د هېواد له رسنیو غوښتي وو، چې چوپې پاتې شي.
همدا رنګه افغان رسنیو ته د ټاکنو د کمیسیون د رسنیو له څانګې او د (نی) له طرفه ویل شوي وو،چې د ټاکنو په ورځ دې پېښې وړې وښيي او داسې دې تبلیغ کړی چې ګواکې پوره امن دی، د ځينو شنونکو په باور د رسنیو دغې بلواکۍ ډېر عام وګړي د ټاکنو په ورځ له نا امنۍ ناخبره وساتل، چې په پایله کې يې زموږ ځينې هېوادوال د پېښو قربانیان شول،چې رسنۍ پکې پوره شریکې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x