fbpx

اسرائیلو په غزه کې درنه بمباري پیل کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې امریکا د مسلمانانو دریم سپیڅلی حرم (بیت المقدس) د یهودانو پلازمینه اعلان کړه، اسرائیلي الوتکو په فلسطیني مسلمانانو درنه بمباري پیل کړې ده.

دغه بمباري نن پنجشنبه له سپیده چاود سره جوخت پیل شوې او لا هم دوام لري. د راپورونو په اساس، تر دې شیبې پورې د یهودانو جنګي الوتکو ۱۳ ستر ویجاړوونکي بمونه د غزې ښار په بېلابېلو سیمو غورځولي دي.

غزه د فلسطین تر ټولو ګڼ میشتی ښار دی چې د حماس ګوند د واک او نفوذ سیمه بلل کیږي.

د یهودي پوځ ویاند ادعا کوي چې جنګي الوتکو یې د حماس روزنیز مرکزونه او د وسلو ډیپوګان په نښه کړي او جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اړولې. خو د حماس تحریک پوځي څانګه یې ردوي او وايي چې د دوی مجاهدینو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

یهودي ویاند دا هم ویلي چې د «حماس له لاسه» د غزې وضعیت دې حال ته راورسید.

دا بمباري په داسې حال کې پیل شوې چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د خپل تاسیس د دیرشمې کلیزې لمانځلو ته تابیا نیسي.

فلسطیني رسنۍ وايي چې بمباري دومره سخته او ویجاړوونکې ده چې په تېرو دریوو کلونو کې يې ساری نه لیدل کیږي.

په دغو بمباریو کې له ایف-۱۶ او اپاچي ډوله الوتکو څخه کار اخیستل کیږي او له کبله یې ګڼ کورونه او عام المنفعه ودانۍ د اور لوخړه ګرځیدلي.

د فلسطیني رسنیو په وینا، د اسرائیلو جنګي الوتکې په ډیره ټیټه ارتفاع د غزې په اسمان کې دوامدار پروازونه کوي، چې کڼوونکو اوازونو یې خلک له سخت تکلیف سره مخ کړي دي.

د امریکايي ولسمشر ټرمپ د وروستۍ پرېکړې نه وروسته د فلسطینیانو ترمینځ دا اندیښنې موجودې وې چې په نن او سبا کې به یې اسرائیل بمباروي.

وړاندې د حماس ګوند پوځي څانګې (عزالدین القسام) خبرداری ورکړی و چې اسرائیل دې فکر نه کوي چې د دوی چوپتیا او جګړییز سوړوالی د کمزورۍ نښه ده، بلکې ډیر ژر به یې دا اټکلونه ناسم ثابت شي او بیا به د پښیمانتیا لاسونه مروړي.

د حماس د سیاسي دفتر رئیس اسماعیل هنیه نن یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې که سر یې هم له تنې څخه بیلیږي د بیت المقدس په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه به عملي کیدو ته پرینږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د