چارواکي: بادغيس او پکتيکا کې درې پوستو سقوط کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بادغيس او پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې د مقر او جاني خېلو ولسواليو کې طالبانو په امنیتي پوستو بريدونه کړي، درې پوستو سقوط کړی او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بادغيس د ولايتي شورا غړی ناصر نظري وايي، تېره شپه طالبانو د دولتي ځواکونو په دوو پوستو بريدونه وکړل او دواړه يې سقوط کړې.

په خبره يې پېښه د مقر ولسوالۍ مربوط د قالا زردک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بادغيس د پوليسو قومندان غلام سرور حيدري پېښه تاييدوي وايي، په جګړه کې يو پوليس وژل شوی دوه نور ټپيان دي، زياتوي په نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

له بله پلوه د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه طالبانو په برلک سيمه کې په يوه امنيتي پوسته بريد وکړ، چې له کبله يې پوستې سقوط کړی او څلور پوليس وژل شوي دي.

د جاني خېلو ولسوالۍ نعيم کټوازی پېښه تاييدوي وايي، په بريد کې څلور پوليس وژل شوي او پوسته طالبانو نيولې ده.

طالبانو د دواړو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د قالا زردک پوسته کې څلور پوليس وژل شوي، درې نور ټپيان دي، پاتې نور پوليس له سيمې تښتېدلي دي.

دغه راز طالبانو په جاني خېلو کې د يوې پوستې د نيولو سربيره د څلورو پوليسو د وژل کېدو او يو شمير نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه زياتوي، دواړو بريدونو کې يو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، د دغو بريدونو په پايله کې اووه ميله وسلې، دوه موټرسيکلې او په زياته اندازه مرمۍ او پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د