نظــر

بانکونه د جګړو تر شا

 

د اوسمهالې نړۍ په سوداګرۍ کې د بانکونو ارزښت او اهمیت ډېر څرګند دی. بانکونو د راکړې ورکړې په برخه کې ډېرې کړنې اسانه کړي دي، ډېر خدمات وړاندې کوي لکه د پیسو لېږد، د پیسو خوندي کول او سپما کول، د تجارت په مامله کې د منځګړي دنده تر سره کول، پور ورکول… او داسې نور. بانکونه د دې خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې ګټه یا سود اخلي. خو له دې ټولو سره سره په دې وروستیو کې بانکونه د یو شمېر ستونزو د زېږولو لامل هم شو چې د بېلګې په توګه یې وروستي مالي بحرانونه یادولی شو. بانکونه هغه چا ته پور ورکوي چې په بدل کې بېرته پور جمع سود ورکړي، قرض حسنه د بانکونو په اجنډا کې نه شته.
بانکونه د هغه چا پور ته ډېر زړه ښه کوي چې د پور په بېرته ادا کولو یې ډاډه وي او د پور د ورکې وېره ورسره نه وي، ځکه خو بانکونه هڅه کوي چې تر ډېره پور حکومت ته ورکړي. د نړۍ د هېوادونو حکومتونه د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره له بانکونو څخه پور اخلي، دغه لګښتونه کېدای شي انکشافي وي یا عادي وي او یا نور، خو چې څومره د حکومت لګښت لوړيږي او له بانکونو ډېر پور اخلي نو بانکونه ورته خوشالیږي. د یوې تازه څېړنې له مخې چې په امریکا کې شوې ده، ښیي چې د ټولنې هغه برخه چې د امریکا جګړو ته خوشالیږي هغه بانکي سکتور دی. کله چې یو هېواد جګړه پیل کړي، لګښتونه یې لوړيږي، د لګښتونو د پوره کولو لپاره حکومت بانکي سکتور ته لاس غځوي. پور ورکول د بانکونو تجارت دی، دوی هڅه کوي څو هغه خلک پیدا کړي چې ډېر پور واخلي.
جنګ او جګړه د پورونو لپاره تر ټولو غوره ماشین دی، جګړه هسې نه کیږي، جګړه زر او زور دواړه غواړي. د نوبل جایزې ګټونکی اقتصاد پوه جوزېپ سټګلټز په ۲۰۰۸کال کې د عراق د جګړې ټول لګښت پنځه تریلیونه ډالر اټکل کړی وو، خو د براون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ د نړیوالو مطالعاتو د څانګې د یوې تازه څېړنې له مخې د سود د لوړې کچې د ادا کولو له مخې به د عراق د جګړې لګښت د شپږ تریلیونه ډالرو څخه واوړي. په جګړو کې د بانکونو رول نوی نه دی بلکې له هماغې ورځې چې بانکونه په نوې بڼه منځ ته راغلي، جګړو کې یې د پام وړ رول لوبولی دی. یو امریکايي پوځي جنرال، سمډلي ډارلنګټن بوټلر، د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته وویل: “راځئ چې بانکونه له پامه ونه غورځوو چا چې د لويې جګړې مالي ملاتړ وکړ، که څوک په دې جګړه کې سپېڅلې برخه او ګټه لري هغه بانکونه دي” .
مشهوره امریکايي لیکواله او ژورنالسته، نومي پرنس وايي: “هغه څه چې ما د تېرې یوې سليزې د پېښو له مطالعې او د امریکا د هر یو ولسمشر ارشیفونو ته تر لاس رسي وروسته پیدا کړل هغه دا دي چې په هر وخت او هره پېښه کې بانکونه د سپېنې ماڼۍ سره په ثابته اړیکه کې وو. نه یوازې د پولي او مالي تګلارو په اړه، بلکې بانکونو په لومړي او دویم نړیوال جنګ کې او همدا راز په ساړه جنګ کې د مالي ملاتړ له امله پراخه ونډه لرله”. د لومړۍ نړيوالې جګړې په پیل کې د امریکا ولسمشر تومس ووډرو ولسن د ناپېيلتوب  تګلاره غوره کړه او پرېکړه یې وکړه چې د جګړې د یو اړخ ملاتړ به هم نه کوي، خو د هغه وخت تر ټولو پیاوړي بانک، مورګن بانک، د امریکا په ولسمشر فشار راووړ او هغه یې وهڅاوه چې له ناپېيلتوبه  تېر شي، په لومړۍ نړیواله جګړه کې د متحدو ځواکونو پنځه اویا سلنه مالي لګښت د همدې بانک له خوا برابرېده. د دې لپاره چې امریکا په لومړۍ نړیواله جګړه کې برخه واخلي او د عامو وګړو ذهنیتونه د حکومت له تګلارې سره موافق وساتي، نوموړي بانک د امریکا د پنځه ویشتو مشهورو ورځپاڼو کنترول په بیه واخېست تر څو د جګړې لپاره په کې په خلاص لاس پروپاګند وکړي او امریکایان جګړي ته ورټېل وهي. همدا راز کله چې د نولسمې پېړۍ په شپږمه لسیزه کې ايزن هوور د امریکا ولسمشر شو، دغه مهال کمونېزم او شوروي اتحاد په پوره ځواک کې وو، د نوموړي له امر سره سم هغه هېوادونه چې د کمونیزم د خطر لاندې وو، باید مالي او پوځي ملاتړ یې وشي، هماغه وو چې یو شمېر امریکايي بانکونو د کیوبا او لبنان په څېر هېوادونو کې خپلې څانګې او مرکزونه پرانېستې څو په دې هېوادونو کې د امریکا د حکومت د باندنۍ تګلارې د پلي کېدو په موخه په اسانه مالي ملاتړ وکړي او د شوروي اتحاد د پراخېدو مخه ونيسي.
ځينې څېړنې ښيي چې د راکېفېلر په څېر ځینو ادارو به د جګړې دواړو اړخونو ته مالي ملاتړ برابراوه تر څو جګړه جاري وساتي او اوبه خړې کړي او ماهیان په کې ونيسي.   دغسې ادارو به هم د نازي جرمني مالي مرسته کوله او هم د متحدینو، د نورو په شر کې یې خپل خیر لټاوه. په ۱۹۹۹ز کال کې بي بي سي د فرانسې د حکومت د هغه کمیسون په اړه یو راپور خپور کړ چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د یهودو د بانکي حسابونو په اړه پلټنه کوله، د دې راپور سره سم د امریکا پنځه بانکونو (Chase Manhattan, J.P Morgan, Guaranty Trust Co. of New York, Bank of the City of New York and American Express) د پاریس څانګو په دغه جګړه کې د یهودو نږدې سل بانکي حسابونه نازي جرماني ته سپارلي وو. همدا راز برطانوي اخبار، ګارډین په ۲۰۰۴زکال کې یو راپور خپور کړ چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش(۲۰۰۱-۲۰۰۸) نیکه، پرېسکوټ بوش، په هغه کمپنۍ کې ډاېرېکټر او ونډه لرونکی وو کومې چې په دوهمه نړیواله جګړه کې په پټه د نازیزم مالي ملاتړ کاوه، ګارډین دغه خبره په هماغه وخت کې د امریکا د ملي ارشیف څخه د تر لاسه شوي سند په بنیاد کوي، راپور وایي، په  ۱۹۴۲ز کال کې چې کله د نوموړې کمپنۍ دا کار افشا شو نو ټول شته او جایداد یې ضبط شول.
د یوویشتمې پېړۍ په جګړو کې هم بانکونه له جګړو لېرې او بې طرفه نه دي، په خلاص لاس د امریکا حکومت ته پورونه ورکوي او په بدل کې ترې سود غواړي. پور ورکول او په بدل کې پور جمع سود اخیستل د بانکونو اصلي تجارت دی، دوی هېڅکله هم خپله پانګونه نه کوي، څومره چې جګړې اوږدیږي هغومره د بانکونو پورونه ډېريږي. د معاصر اقتصاد پلار ادم سمېت وايي هغه جګړې چې لګښتونه یې د بانکونو له خوا ورکړل شي، د اوږد مهال په لور درومي.  داسې جګړې ډېرې اقتصادي او ټولنیزې بدمرغۍ منځ ته راوړي. تازه مالي بحرانونه، په اروپا کې بې شمېره بانکونو دیوالي کېدل او د مراجعه کوونکو د غوښتنو په مهال ورته منفي ځواب ویل، د وال سټريټ مظاهرې… هغه ستونزې دي چې د یوویشتمې پېړۍ جګړو یې تر شا غټه برخه لرلې ده.

لیکوال: وسیم عثمان
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x