د خیټې اضافي وازدې څنګه ختمې کړو؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هسپانوي ورځپاڼې “کنفیډریشن” په یوه خپاره شوي راپور کې ځینې لارې ښودلي چې د خیټې د اضافي وازدو په خلاصون کې مرسته کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د خیټې اضافي وازدې یواځې د انسان په ظاهري څیره اغیز نه کوي، بلکې دغه د انسان لپاره د نورو خطرناکو ناروغیو لامل ګرځي.

کله مو که کوم کس ته د وزن زیاتوالي ویلي وي هغه بې اختیاره پخپله خیټه لاس وهي، چې دغه کار د ناروغۍ علامت بلل کیږي.

د خیټې وازدو ختمولو ستونزه عادي نه ده، ډیر خلک د ورزش په وسیله له مختلفو لارو کوښښ کوي خو په پایله کې هم مثبتې نتیجې ته ونه رسیږي، نو ددې لپاره نورې ډيرې لارې شتون لري چې تاسې سره د خیټې وازدو له منځه وړلو کې مرسته کوي.

لومړی: د خوراک بدلون د خیټې په کمولو کې یو له اغیزمنو لارو څخه بلل کیږي، ډیرو څیړنو ښودلې ده چې پروټین په بدن کې د وازدو کمولو کونجي ده، چې د پروټین خوراک انسان ته د مړښت احساس ورکوي او په داسې حال کې بیا انسان خوراک کم کوي، له دې کبله څیړنو ثابته کړې چې کوم انسان پروټین په زیاته اندازه خوري له اضافي وازدو په امن وي، ځکه چې دا د میټابولیزم Metabolism کچې په چټکولو کې مرسته کوي، ددې لپاره اړینه ده چې انسان هغه خواړه ډیر وخوري په کوم سره چې ده ته د مړښت احساس کیږي، لکه چارمغز، د زیتون تیل او داسې نور.

خلاصه دا چې هغه خواړه کوم چې انسان ته د مړښت احساس ورکوي، او په واسطه یې کم خواړه کیږي په وزن کمولو او یا برابر ساتلو کې مرسته کوي.

دوهم: دا خو به ټولو ته جوته وي چې د وزن کمولو لپاره تمرین او ورزش کول تر ټولو اړین دي، خو د ورزش پر وخت د دروند وزن پورته کول د بدن بندونو قوي کولو سره د خیټې اضافي وازدې له منځه وړي.

دریم: ورځپاڼه زیاتوي چې کم خوب د وزن زیاتیدو لامل کیږي، همدارنګه کم خوب د دماغ د فعالیت کچه کموي او د فشار کچه لوړوي، چې انسان ډیر خوراک ته اړ کوي، ددې لپاره متخصصین وایي چې د خوب کیفیت او دماغي فعالیت ښه کولو لپاره غوره لاره داده چې د شپې لخوا ناوخته بریښنایي وسایل ونه کارول شي.

همدارنګه ویل کیږي چې الکول کمول هم یو له هغو لارو څخه دی چې د خیټې وازدې ستونزه حلوي، په ښکاره ډول زیات الکول څښل د خیټې وازدو په زیاتولو اغیز نه کوي خو په بدن کې د انرژۍ کمولو سره د شکر کچه کموي چې له امله یې د بدن وازده زیاتیږي.