fbpx

ټویټر د یوه ټویټ توري له ۲۸۰ څخه نامحدود کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ټولنیزې رسنۍ ټویټر بالاخره اعلان وکړ چې د یوه ټویټ یا پوسټ تورو شمېر يې له ۲۸۰ څخه نامحدودو تورو ته پورته کړ.

د روان کال په نومبر میاشت کې ټویټر ټولنیزې رسنۍ اعلان کړی و چې توري یې له ۱۴۰ څخه ۲۸۰ ته پورته کړي و، خو اوس یې اعلان کړی چې توري به یې له ۲۸۰ څخه نامحدوده وي، یعنې لیکونکی چې څومره غواړي کولی شي توري ولیکي.

ددې لپاره چې کله تاسې ټویټ لیکئ، د پیغام ځای ته لاړ شئ خپل پیغام یا ټویټ مو ولیکئ، که مو غوښتل پخپل ټویټ کې زیاتوالی راولئ، د ټویټ سره خوا کې (+) تڼۍ کیکاږئ او یوه بله پاڼه به درته پرانیستل شي، بیا چې څومره غواړئ توري ولیکئ، که مو بیا ضرورت شو بیا پورتنۍ (+) تڼۍ کیکاږئ، ددې کار موخه یې خپلو فعالانو ته ښه او اسانه خدمات وړاندې کول دي.

د یادونې وړ ده چې د ټویټر فعالانو له ډیره وخته ټویټر ته پیغامونه لیږل څو د ټویټ تورو عدد زیات او یا یې نامحدود کړي، ځکه چې د ټویټ له لارې چې څه دوی غواړي خلکو ته ورسوي نه شي رسولی.

تر دې دمه ټویټر یواځینۍ رسنۍ وه چې د یوه ټویټ کولو لپاره یې د تورو شمیر محدود کړی و.

سرچینه: عربي۲۱ ویبپاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د