ورزش

ټي ټين: ۱۰ اوریزو سیالیو کې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د یو شمیر افغان لوبغاړو په ګډون لس اوریزو غوره لیګ سیالیو کې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې.

په دغه لیګ کې چې د شارجه په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي نن دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ لوبه د کیرلا کینګز او بنګال ټایګرز ترمنځ او دوهمه لوبه د مراټها عربینز او پښتونز ترمنځ ترسره شوه.

په لومړۍ لوبه کې چې د بنګال ټایګرز لخوا دوه افغان لوبغاړي (مجیب ځدراڼ او ظاهر خان) هم ولوبیدل، کیرلا کینګز بریالۍ شوه، که څه هم د مجیب ځدراڼ لخوا ښه توپ اچونه وشوه خو لوبه یې وبایله، مجیب ځدراڼ لومړی افغان لوبغاړی و چې په دغه لیګ کې یې ویکټ ترلاسه کړه.

بنګال ټائیګرز چې په توپ وهنه کې ښه ونه ځلید او د یوې ویکټې په سوځیدلو یې په لسو اورونو کې ۸۶ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې د کیرلا لوبډلې د سټرلینګ په چټکه توپ وهنه د ۲ لوبغاړو په سوځیدلو په ۸ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ.

مجیب د دوه اورونو په کولو سره ۱۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

په دوهمه لوبه کې شاهد افریدي د ویکټو هیټریک وکړ او د لیګ لومړی ریکارډ یې جوړ کړ، نوموړی لومړی لوبغاړی شو په دغه لیګ سیالۍ کې درې پرلپسې لوبغاړي (هیټریک) سوځوي.

د پښتونز لخوا لومړی توپ وهنه وشوه او په لسو اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۲۱ منډې جوړې کړې، نجیب ځدراڼ هم ددغې لوبډلې برخه وه چې د لوبې په پای کې توپ وهنې ته راغلی او په شپږیزه وهلو کامیاب شو.

په ځواب کې د مراټها لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۹۶ منډې جوړې کړې او په ۲۵ منډو یې لوبه وبایلله.

د یادونې وړ ده چې په دغه لیګ کې به سبا ۴ لوبې د شارجه په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x