
سرګي لاروف: که ګټو ته مو زيان ورسي، خپل غچ به واخلو
د روسد بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف ويلي، چې که اوکراين کې د دوی ګټو ته زيان ورسيږي نو دوی به خپل غچ واخلي.
سرګي لاروف يو روسي تلويزون سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې امريکا غواړي اوکراين کې خپل لاسپوڅی حکومت ولري.
لاروف وايي، چې د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن د اوکراين د سفر پر مهال د اوکراين په ختيځ کې د تروريزم ضد عمليات بيا پیل شو، نو له همدې ښکاري، چې امريکا دلته خپل واک غواړي.
د اوکراين په ختيځ کې روس پلوي بيلتوپال د حکومت پر خلاف بغاوت کوي، غربي نړۍ داسې انګيري، چې د دغو باغيانو تر شا د روس لاس دی، ولې روس دغه تورونه په کلکه ردوي.
د اوکراين په ختيځ دونستک او لوهانسک په ګډون کم له کمه پر نهو ښارونو د روس پلوو بيلتونپالو قبضه ده.
امريکا له روسه غوښتي، چې د دغه هيواد په ختيځ کې د ې له خپلو پلويانو وسلې وغورځوي او د اوکراين په اړه دې له خپل سخت دريځه لاس واخلي او که روس له خپل کاره لاس پر سر نه شو، امريکا به يې پر خلاف نور بنديزونه هم ولګوي.