شهاب ثاقب او د الله د قدرت عظیم مظهر !!

مفتي احسان الله …

نیازک چې کله د زمکي هوائي خول ته داخل سي ، او په ځلانده حالت کې په سترګو ولیدل سي ورته شهاب ویلکیږي ، خو لکه چې یوه ټوټه زمکي ته راورسیږي ورته نیازکي ډبره وایې .

په فضا کې ځلانده ، تیز رفتاره ستوری چې په خپل عالي سرعت سره د زمکي د کرې له هوائي خول سره ټکر سي ، د زیات حرارت له امله د اور سکروټه سي ، او ايره سي ، دا د الله یو ستر نعمت دی ، چې زمکه هوائي خول لري ، دا د انسان لپاره د زغري حیثیت لري ، ځکه که دا محافظ خول نه وای ، نو د شهابو د باران له امله به پر زمکه ژوند نا ممکن وای ، د فلک پوهانو په وینا په هره ورځ کې 1000 ټنه نیازک پر زمکه غورځي ، چې اکثره يې له وړو – وړو ذرو نه جوړ وي ، د ځینو ماهرینو په آند په 24 ساعته کې لس کروړه ستوري ماتیږي ، او موږ یوازي هغه په سترګو وینو چې لږ څه غټ وي .

شهابونه له ډبرو او اوسپينو مرکب وي ، خو پر زمکه چې کوم نیازک پرېوتي دي ، زیاتره يې د ډبرو دي ، د شهابو عالي سرعت زموږ لپاره یو ستر نعمت دی ، ځکه د زیات سرعت له امله د شهاب حرارت دوني لوړ سي ، چې انګاره سي او وسوځول سي ، خو بیا يې هم وړې وړې ټوکړې پاتیږي ، که يې سرعت کم وايې نو بیا به په خپل ټول شهابي قوت سره له زمکي سره ټکر کېدی ، او د انساني ژوند لپاره به یو ستر خطر و .

کله چې شهاب د زمکي هوائي خول ته داخل سي سرعت يې لا نور زیات سي ، په یوه ثانیه کې له 5 میله تر 10 میله او د ځینو هغه بیا له 20 میله تر 40 میلو پوري رسیږي ، د هوا سره د مزاحمت له امله شهاب شعله سي ، اور واخلي او ايره سي ، کله د شهاب له شعلې سره یو ستر اواز هم پیدا کیږي ، علامه ابن الجوزې رحمه الله لیکلي (البدایة والنهایة : 11/267) ، چې په 359 هـ کې د ذو الحجې په میاشت کې یو لوی شهاب را وغورځېدی ، چې رڼا يې د د لمر تر رڼا کمه نه وه ، او ورسره د تالندې په شان غټ اواز وسو .

د نیازکو په نړۍ کې تر ټولو د زیات سرعت والا نیازک په یوه ثانیه کې 42 کیلومتره یا 26 میله په فضا کې د زمکي مدار ته قریب مسافه طی کوي ، بالمقابل د زمکي مداري سرعت په یوه ثانیه کې 29 کیلومتره یا 18 میله دی ، کله چې یو شهاب له زمکي سره ټکر سي ، نو د دوی د تصادم له امله را پیدا سوی سرعت په یوه ثانیه کې 71 کیلومتره یا 44 میلو ته رسیږي ، خو دا هلته را پیداکیږي ، چې شهاب په ارتجاعي مدار کې حرکت کوي (دحرکت پر عکس) دا زیات سرعت د شهاب د شعله ګرزېدلو سبب ګرزي .

تر اوسه پوري ستور پوهان په دې کې اختلاف رايې لري ، چې د شهابو اصل مرکز کوم ځای دی ، خو اوس علما وايې چې شهابونه د برج أسد له ستورو نه را جلا کیږي ، علامه محمد موسی الروحاني رحمه الله بیا وايې : د زیاتو ساینس پوهانو تحقیق دا دی ، چې ډیری شهابونه د لکۍ داره ستورو باقیات دي ، او د دغو شهابو مدار د خپل دُمداره (مذنبات) ستورو مدار وي .

او ځینو علما بیا وایې چې کیپر کمربند د نیازکو مهمه سرچينه ده ، دغه کمر بند د نپټون د مدار نه هاخوا پورت دی ، د دغو نیازکو خطر د زمکي لپاره ډیر کم ځکه دی ، چې په وړاندي يې د قوي جاذبیت لرونکي سیاره مشتري موجوده ده .

په 2013 کال د فروري په میاشت کې د روسيې په چيليابينسك Chelyabinsk کې تر ټولو قوي نیازک له زمکي سره ټکر سو ، د امریکې فضايې ادارې د علماو په خبره چې د هیروشیما تر بم اټم په 30 واره قوي و ، کله چې د زمکي سره ټکر کېدی ، سرعت يې په یوه ثانیه کې 18 کیلومتره یا په یو ساعت کې 10,000 متره و ،د زمکي نه د 25 کیلومتره پر فاصلي وچاودېدی ، ستره تباهي يې رامنځته کړه .

د سهار په وخت کې د شهابو کثرت

چونکي زمکه د غرب نه د شرق پر لور متحرکه ده ، نو د سهار په وخت کې موږ د زمکي پر هغه ځای یو ، کوم طرف ته چې زمکه حرکت کوي ، او ماښام بیا بالمقابل د زمکي پر هاغه بل طرف موجود یو ، په ماښام کې یوازي هغه شهابونه ښکاري ، کوم چې په زمکه پسې د شا له خوا را رسېدلي وي ، او د سهار په وخت کې بیا هغه ټول شهابونه معلومیږي ، کوم چې د زمکي په لار کې حائل وي ، او یا چې په کومو پسي چې زمکه ور ورسيږي ، له همدې امله د شهابو تصادم هم 50 سلنه په ورځ او یا ورځي ته قریب واقع کیږي .

فلک پوهان د شهابو دغه فرق د زمکي د کالني ګردش لپاره بطور دلیل وړاندي کوي .

د شهابونو ارتفاع

د زمکي د سطحې نه د 100 میله پر لوړوالي د شهابو ماتېدل پیلیږي ، شهابونه چې د زمکي د هوائي خول (میزوسفیر) -چې د هوائي خول دریمه طبقه ده ، دغه طبقه د سمندر له سطحې له 50 نه تر 80 کیلومتره پوري لوړه ده ، د دغې طبقې درجه حرارت هم زیاته ده – ته را ورسیږي د زیات حرارت له امله د اور انګاره سي او وسوځول سي ، خو کله نا کله چې شهاب غټ وي ، لږ ټوکړه يې زمکي ته روغه را رسېږي ، چې د ستري تباهي سبب ګرزي ، د نړۍ په مختلفو عجائبګرو کې د شهابو ټوکړې د نومنو پر رکم ساتلیکیږي .

مصنوعي سپږمۍ هم کله نا کله د شهاب د تصادم یا ټکر ښکار سي ، د هابل په نامه مصنوعي سپږمۍ باندي تقریبا 572 داسي غارونه موجود دي ، چې له شهابو سره د ټکر له امله ورباندي جوړ سوي دي .

شهابونه او نیازک د کربون د مرکباتو په تکوین کې چې د انساني ژوندانه اوله خښته بلل کیږي بنیادي رول لري .

تبصرې (5)

  • السلام علیکم ورحمت الله
    مفتی صاحب خوشحاله او سر لوړی اوسې.
    د شهاب ثاقب په باره کې سوره جن کې هم یادونه سوی. ایا ویلی سو څې دا ډبرې نوی یا ځوانې دی او ډیر پخوا د ځمکې خوا ته نه راتللې
    وسلام
    انورزی
    توکیو

  • ډېره مننه : محترم مفتي صاحب ! داچې تاسو لیکلي دامریکا دفضائي ادارې دعلماؤ په نظر یا اند... دلته باید دعلماؤ په ځای فلک پوهان یاستورپیژوندونکي کلمي وکارول شوي اودعلماؤ اطلاق ورباندي ونه شي ، ځکه علماء یوه ځانګړي طبقه ده لکه حسن بصري رحمه الله تعالی چې فرمایې : هغه څوک عالم نه دی چې خشیت الهی نه وي پکې که څه هم ګڼ شمېرحدیثونه یې زده وي ، یعني یواځي په یوه علم کې مهارت که څه هم دیني علم وي چې خشیت الهي په انسان کې نه پیداکوي دډیرو سلفو علماء کراموپه آند هغه ته عالم نه شي ویل کیدلی.
    په معارف القرآن اوګڼ نوروتفسیرونوکې د انمایخشی الله من عباده العلماء په تفسیرکې دسلفو اقوال ذکر شوي چې هغه څوک چې خشیت الهي پکې نه وي ددې مستحق نه دي چې عالم ورته وویل شي . والله اعلم

  • اجمل ساحل صاحب !
    علم عربی کلیمه ده، پوهی ته ویل کیږی انګریزی کی ورته ( نالج ) ، فارسی کی ورته دانش او نورو ژبو کی هم ورته نومونه لری. هر څه کی معلومات تر لاسه کولو ته پوهه یا علم وایی . علوم بیا څو ډوله ده
    لمړی : ساینسی علوم ، هغه چه په لابراتوارو کی ورباندی کار شوی عملی اړخ لری یا فارمول او معادلی لری یعنی دلیل او ثبوت لری ( ۲+ ۲ = ۴ ) کیږی دا ثابت شوی او تغیر ناپذیره او قابل د منلو علوم دی .
    دوهم : الهی علوم : د خلکو په عقایدو پوری اړه لری ،
    هغوی چه په الله ج او نورو غیبی شیانو لکه اخرت ، جنت ، دوزخ ، عرش او داسی نورو شیانو عقیده لری د هغوی له نظره الهی علوم تر هر بل ډول علومو ډیر رښتونی او له شک او شبهاتو لیری علوم دی .
    بل هغوی چه په الله ج او غیبی شیانو عقیده نه لری ، جهان ټول شیان مادی ګڼی او وایی چه ماده ( جامد، مایع او
    ګاز ) حالت تر منځ یو په بل بدلیږی رابدلیږی مګر له منځه نه ځی یعنی دا جهان له منځه تلونکی نه دی او نه له مرګه وروسته په بل ژوند او حساب کتاب باور لری هغوی بیا الهی علوم د ادیانو خود ساخته خبری یا خوب او خیال ګڼی یعنی علوم یی نه ګڼی .
    دریم : فلسفی علوم : په هغو شیانو کی چه تر اوسه مبهم پاتی دی ، ځينی خلک جلا جلا د خپل استعداد له مخی جلا جلا نظریات ورکوی کیدی شی د یو چا نظر پوره سم یا پوره غلط او د چا نظر څه مثبت او څه منفی وی.
    لکه همدا د ستاره شناسی علم تر هغی چه په پیاوړو دوربینو یا خپله د انسانانو په کمرو یا عملی ورتګ نه وی مشاهده شوی معلومات یی د بدلون په حال کی وی دغه معلوماتو ته فلسفی علوم وایی ، حتی فلسفی علومو ته ځینی علوم نه وایی د یوی پدیدی په اړه د کره معلومات تر لاسه کولو د مخه د ( ړندو غونډارو ګذارلو ) په شان سم یا ناسم نظریات ورکول دی . مګر ډیر علما دی ډول ابتدایی نظریاتو ته هم فلسفی علوم وایی .
    نتیجه ګیری :
    که علم مونږ د پوهی یا نوی او زوړ معلومات په حیثیت معنی کوو ، هر نوی شی علم دی حتی که مونږ د یو چا ادرس پیدا کوو او هغه ادرس پیدا کولو د پاره ځانګړی لیاری ( چی پی اس ) اوداسی نور کاروو دا هم علم دی حتی هغه چا چه د خلکو د ادرسو کتاب جوړ کړی هغه علم دی . نو مفتی صاحب چه د ستاره شناسی په اړه کوم معلومات وړاندی کړی هم علم دی صرف په دومره توپیر ( هغه برخه چه یی ثابته او مشخصه شوی هغه ساینس او هغه برخه چه یی تر اوسه د نظریاتو لاندی ده یعنی د ساینسی الاتو رسیدګی ورته نه کیږی هغه فلسفی یا ابتدایی نظریاتی علم دی کیدی شی ځینی برخی یی مثبتی او ځینی په راتلونکی کی غلطی ثابتی شی .
    مونږ ټول شیان حسن بصری رح یا نورو پوری نه شو تړلی ، مګر هغه چه قران یا متفق علیه احادیثو یی په اړه څه ویلی وی یعنی په اړه یی صریح حکم او معلومات وراندی شوی وی دا چه مونږ مسلمانان یو قران او احادیثو ته د انسانانو ( مهمه نه ده که مسلم یا غیر مسلم وی ) زیات اهمیت قایل یو . مګر قران او احادیثو کی په دی اړه څه نه لیکل شوی یا ویل شوی .
    حتی ستاسی د وینا له مخی حسن بصری رح هم د علم په اړه څه نه دی ویلی د عالم په اړه یی لیکلی چه عالم خشنت الهی ( تقوی ) ونه لری هغه عالم نه دی یعنی هغه څه چه یی زده کړی دروغ به هم پکی ګډوی یا هغه عالم کوم نظریات ورکړی وی هغه به سم یا ناسم وی .
    بیا تاسی لیکی چه د علماوو په ځای (( فلک پوهان )) یاد کړی خندا اوره ، هماغه فلک پوهان د فلک علماوو پوښتو کی معنی ده ، په عربی کی علما او پشتو کی ورته پوهان وایی . مننه

  • محترم عابد صاحب ، اجمل ساحل او جناب غښتلی مبصر الحاج استاذ بیانزی صاحب السلام علیکم ورحمة الله !
    له ټولو نه مننه کوم .

    د عابد صاحب د خبري په اړه باید ووایم ، چې ما وړاندي هم لیکلي و ، چې دا د یو وړوکي کتاب د لیکلو لړۍ ده ، نو تاسو پوهېږئ ، چې هر کتاب لیکونکی ځان ته یو خُطه او یو لین لري ، د هغه نه چې هاخوا ولاړ سي ، نو مسیر خطا کوي .

    نو ځکه مي تحقیق د یو انداز سره تړلی وي .

    نیازک او شهابونه روښتیا هم چې له ډیر پخوا نه را جلا سوي وي ، او فاصله چونکي ډیره زیاته ده ، نو واقعا پس له ډیره وخته به را رسیږي .

    بل دا چې د شهابو تاریخ ډیره سابقه لري ، که يې تاریخ ته لاړ سو خبره به اوږده سي .

    مننه.

    او ساحل صاحب ته محترم استاذ زما د زړه خبره کړيده ، خو بیا هم زه دومره وایم : چې ما بيخي ډیر ځایه د ستور پوهانو او فلک پوهانو کلیمه کاروليده ، د تنوع په خاطر کله نا که بدلون ورکوم .

    دا خبره هم سمه ده ، چې لغة او اصطلاحا عالم او پوه سره یو دي ، خو که موږ په عربي سره د فلک پوه او یا ستور پوه ترجمه وکړو ، نو نتیجه به يې هرومرو د استاذ هغه وي ، خو بیا هم ما ډیر کوښښ کړی چې د علم او عالم کلیمه ډیره کمه وکاروم ، او ما کتاب ته نوم هم تر اوسه (د فلکي علومو لارښود) غوره کړی دی .

    خو له تاسو ټولو نه اوس هم مشهوره غواړم ، که مو یو بل مناسب نوم راته انتخاب کړ ، مهرباني به مو وي .

    مننه.

  • محمود صاحب، هغسی چه تاسی یاد کړی یو مونږ کی یی وړتیا نشته ستا حسن نظر دی بیا هم مننه کوم .

    مونږ چه څه لیکلی ، نه مو ستاسی د لیکنی توصیف په خاطر او نه مو د ساحل صاحب نیوکه باندی خدای ناخواسته کوم توهین امیزه هڅه کړی ، لیکنه د لیکونکی حق دی چه خپل نظریات په اسلامی او انسانی اخلاقو په دایره کی لوستونکو ته وړاندی کړی او لوستونکی هم د نیوکی یا څه زیاتولو کمولو حق لری له هغه وروسته د لیکنی لیکونکی هغه تبصری، نیوکی او ارزونی ګوری ، که د منلو وړ وی مننه هم کوی او که نه د هغه ځانګړی برخی دفاع کوی که د هغه دفاع څیړونکو یا ارزوونکو یا نیونکو ته د منلو وړ وی خوشالیږی او که نه تر اخره ورسره مفاهمی یا مناظری ته دوام ورکوی . همدغه مفاهمی ته افهام او تفهیم هم ویل کیږی . دا مونږ ته تاوان نه بلکه ګټه رسوی .
    کیدی شی ساخل صاحب زما توضیحات خوښ نه کړی په اړه یی د خبلی نیوکی څخه دفاع وکړی که دفاع یی معقوله وه زمونږ د پاره به اموزنده شی زمونږ په معلومات به زیاتوالی وکړی . همدا د پاڼو یا رسنیو ګټه ده

    ه ځانګړی دول د نن ټکی اسیا پاڼه نام خدا په دی اړه د هر چا نظر ، تبصره او لیکنه نشروی په دی شرط چه ښکاره کنځل یا توهین پکی نه وی شوی هغوی چه کنځل او توهین کوی هغه د تبصرو یا لیکنو وړتیا هم نه لری . زه د نن ټکی اسیا له اسلامی او خپلواکی پانی غرونه غرونه مننه او ستاینه کوم .

    د محمود صاحب لیکنی خو زما ډیری زیاتی خوشيږی او ډیری اموزنده دی هغه دومره زحمت باسی مونږ ته له ډیرو ریفرنسونو یو څه معلومات برابروی او مونږ به یی ستاینه نه کوو ، کیدی شی کله یی معلومات ناسمه یا نیمګړی وی او مونږ کوم ورور ته معلومات وی محمود صاحب خوشالیږی چه معلومات یی کره شی نه خوابدی کیږی مننه