افغانستان

سرپل: طالبانو د سانچارک ولسوالۍ یو کلی نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سرپل ولایت د والي ویاند وايي، طالبانو تېره شپه د سانچارک ولسوالۍ د «تبر» کلی له دولتي ځواکونو نیولی دی.

د والي ویاند ذبیح الله اماني په خبره، د سانچارک ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قومندان رییس کریم طالبانو ته تسلیم شوی او ۴۰ جنګیالي یې هم طالبانو ته ورغلي دي.

دی وايي، دولتي ځواکونه په بشپړ ډول له تبر کلي وتلي او اوسمهال دغه کلی د طالبانو په ولکه کې دی.

د طالبانو ویاند درې ورځې وړاندې ویلي وو، چې د اربکیانو قومندان رییس کریم او ۴۰ جنګیالي یې ورته تسلیم شوي او ژمنه یې کړې چې د ژوند تر پایه به د طالبانو سره اوږه پر اوږه د دولت پر ضد جګړه کوي.

طالبانو د سانچارک په ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره جګړه تایید کړې او دولتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

طالبانو تېره ورځ په بادغیس او پکتیا ولایتونو کې هم درې پوستې له دولتي ځواکونو نیولې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x