
د فواید عامې تښتول شوی مرستیال راخوشي شوی دی
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د فواید عامې وزارت مرستیال نن راخوشي شوی دی، د مسوولینو په وینا له ښاغلي انجینر احمد شاه وحید سره يې نن په کاپیسا کې اړیکه ټینګه شوه.
دوی دا نه دي ویلي چې د فواید عامې وزارت مرستیال چا او ولې تښتولی وو.انجینر احمدشاه وحید نږدې اوونۍ مخکې په کابل ښارکې د ناپېژاندو کسانو له خوا وتښتول شو.