افغانستان

روزګان: د طالبانو پر ضد جنګیدونکي دولتي سرتېري ډېری کم عمره ماشومان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په روزګان ولایت کې د طالبانو پر ضد جنګیدونکي دولتي سرتېري ډېری کم عمر ماشومان دي، چې عمرونه یې آن ۱۵کلنۍ ته هم نه دي رسېدلي.

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د کم عمره ماشومانو یوه جنګي ډله جوړه شوې، چې د مرکز ترین کوټ ساتنه وکړي؛ خو د دغې ډلې ډېری غړيو عمرونه اتلس کلنۍ ته نه دي رسېدلي.

په روزګان کې د څلورمې لوا قومندان رحمت‌شاه قیمتي هم مني، چې په امنیتي لیکو کې کم عمره ماشومان ډېر دي؛ خو دی وايي چې کم عمره ماشومان یوازې د پولیسو په لیکو کې دي او د اردو په لیکو کې کم عمره ماشومان نه‌شته.

د قیمتي په خبره، د اردو په لیکو کې له ۱۸کلنۍ کم عمره کسان نه نیول کېږي؛ خو په روزګان کې ډېری پولیس کم عمره ماشومان دي.

دی وايي، د روزګان د پولیسو ډېری سرتېري هغه ماشومان دي چې تراوسه یې ږیره او بریت نه دي راغلي؛ خو د طالبانو پر ضد جګړه کې په لومړۍ کرښه کې پراته دي.

د روان په چنګاښ میاشت کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي وو، چې امریکا پر هغو ځواکونو پانګونه کوي چې قومندان یې کم عمره ماشومان د جنسي غریزې لپاره استخداموي او جنسي ګټه ترې اخلي.

واشنګټن پوسټ: افغان عسکر د جنسي غریزې لپاره هلکان کاروي او امریکایان نور څه کوي

په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې «سیګار» پنځه میاشتې وړاندې د امریکا کانګرېس ته په لېږلي راپور کې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو څخه شکایت کړی و، چې تراوسه یې په دولتي ځواکونو کې د کم عمره ماشومانو د استخدام مخنیوی نه دی کړی او په دې برخه کې هېڅ مثبت پرمختګ نه دی شوی.

سیګار کانګریس ته د دولتي ځواکونو له لوری دهلکانو د استخدام شکایت کړی

تېر کال په روزګان کې د واصل احمد په نامه هغه پولیس نامعلومه وسله والو وژلی و، چې عمر یې له ۱۱ـ کلنۍ تر ۱۴ کلنۍ پورې ښودل شوی و.

روزګان: د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کم عمره عسکر وژل شوی

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې د اردو په لیکو کې له ۱۸کلنۍ کم عمره ماشومانو ته اجازه نه ورکول کېږي او له اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان یې له خپلو لیکو ایستلي دي.

تېره میاشت د افغان هوايي ځواکونو د سر طبیب ډګروال عبدالرسول لغماني هغه ویډو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، چې په پر یوې ښځینه یې جنسي تېری کړی و.

د اردو په لیکو کې کم عمره ماشومان

په افغان امنیتي ادارو کې د کم عمره ماشومانو د استخدام او له دوی څخه د جنسي ګټې په اړه وخت ناوخت راپورونه خپرېږي؛ خو د دې ستونزې د مخنیوي په اړه تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x