افغانستان

ټولګټو وزارت: د واورې ورښت له امله ځینې لویې لارې تړل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټولګټو وزارت ویاند سید مهدي روحاني وايي، د واورې د ورښت له امله د غزني، میدان وردګو، بامیان، سالنګ او د ځنیو نورو ولایتونو لویې لارې بندې شوي، چې په ځینو برخو کې یې خلکو ته زیانونه هم اړولي دي.

د ده په خبره، د لویو لارو او ولسوالیو د لارو په ګډون په ټولیزه ډول ۳۱۷ زیانمنونکې سیمې تثبیت شوي؛ خو د ټولګټو وزارت ورته پوره چمتو والی هم نیولی دی.

هغه وايي، د ټولګټو وزارت، قراردادي شرکتونو او سیمه‌ییزو شوراګانو کاري ډلې په کار ګومارل شوي، څو بندې شوې لارې له واورو پاکې کړي.

له تېرې شپې راهیسې د هېواد په مرکزي او شمالي ولایتونو کې واوره اوري، چې ځینې لویې لارې یې هم بندې کړي دي.

روحاني ډاډ ورکړ، چې په ۱۸ساعتونو کې به ټولې لویې لارې پرانېستل شي.

د ټولګټو وزارت  د معلوماتو له مخې د تېرې شپې د واورې ورښت له امله د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ د اوني کوتل، د غزني د ناور ولسوالۍ د شمس الدین کوتل او د بامیانو د حاجیګک کوتل بند شوي دي.

تېره ورځ د سالنګ لویه لاره هم د واورې د ورښت له امله تړل شوې وه، چې نن له‌پاره پرانېستل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x