افغانستان

روحاني مشر سید بهاؤ الدین اغا ووژل شو

نن ټکی آسیا: د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي او امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې یوه ناڅرګند وسلوال کس د دې ولایت پر وتلې روحاني څېره او پیر سید بهاو الدین اغا باندې په خپل کور کې ډزې کړې او ځای پر ځای يې وژلی.

سید بهاوالدین اغا په هلمند او جنوب سېمو سربېره په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم ګڼ عقیدتمندان او مریدان لرل.
ویل کېږي، چې نن (چهارشنبه) ماښام مهال یو وسلوال کس لومړی د ادم شا خان کلا په سېمه کې د پیر بهاوالدین اغا کور ته ننوتلی او بیا يې پر نوموړي مخامخ ډزې کړې، په ډزو کې خپله بهاوالدین اغا وژل شوی او د کورنۍ درې نور غړي، چې یو یې ماشوم او دوې مېرمنې دي، ټپیان شوي دي.
د پېښي پړه تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخیستې.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ په لوګر کې هم قومي مخور او پخوانی جهادي قوماندان معلم تور د ناڅرګندو کسانو له لورې ووژل شو. طالبانو د نوموړي په وژنه کې هر ډول لاس لرنه په کلکه رد کړې وه.
تر اوسه دا جوته نه ده، چې د بهاوالدین اغا په وژنه کې به څوک لاس ولري. د نوموړي د کورنۍ پاته غړو د جنازې او خاورو ته د نوموړي د سپارلو د مراسمو په باب ، تر دې دمه معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x