fbpx

حکومت د سیاسي چارو کار پوه انتظار خادم نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت ادارې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم دوه ورځې وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې نیولی؛ خو د نیول کېدو خبر یې نن ځینو ملګرو افشا کړ.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو کارپوه استاد فیض محمد ځلاند لیکلي، چې ښاغلی خادم ملي امنیت په دې تور نیولی، چې د ولسي جرګې د غړي همایون همایون په یوه اداره کې یې کار کاوه.

ښاغلي خادم په نړیوالو علومو کې په هندوستان او امریکا کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې؛ خو په دې وروستیو کې یې د ملي یووالي حکومت د ځینو کارونو غندنه کوله.

ښاغلي خادم په راډیويي او ټلویزوني خپرونو کې د ملي یووالي ځینې کارونه ننګولي وو.

د نوموړي «نړیوال سیاسي شطرنج» او «موږ ولې جګړه بایلوده» دوه کتابونه هم پښتو ته ژباړلي وو، چې په پراخه کچه پلورل شوي وو.

د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۸مه خادم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي وو، چې په هندوستان کې د افغانستان سفارت په تنظیم شوي کنفرانس کې ګډون کوو؛ خو د کنفرانس په اړه یې نور جزییات نه وو ورکړي.

د ملي یووالي حکومت په راتګ له دې وړاندې د سیاسي چارو نور پښتانه کارپوهان هم نیول شوي او ځورول شوي وو.
تېر کال قاضي محمد حسن حقیار او انجینر نظر محمد مطمئن هم حکومت نیولي وو او سږ کال یې یو ځل بیا نظر محمد مطمئن بندي کړ او دوه میاشتې بند یې پرې تېر کړ.

د ملي امنیت اړوند ادارو تراوسه د ښاغلي خادم د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو نږدې ملګري یې وايي چې نوموړی یې د کابل له هوايي ډګره بېولی او تراوسه ورسره بندي دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د