دکعبې مبارکې پوښ (غلاف)

makka1دکعبې مبارکې پوښ چه په عربې کې ورته (کسوة الکعبه) وایې هر کال پرې دکعبې دیوالونه پوښل کیږي او هغې ته یوه ځانګړې ښکلا وربخښي . نوموړی پوښ دامهال دمکې مکرمې په حدیبیه کې ( ام الجود) نومي سیمې په یوه ستره فابریکه کې چه مصنع کسوة نومیږي اوپه ټول کال کې یوازې دوه پوښه جوړوي ،تر اوبدلو لاندې وي .

یو پوښ یې په باندنیو دیوالونو او دوهم زرغون رنګه پوښ یې په دننه دیوالونو ځوړند کیږي . ددې پوښ په وړاندینۍ برخه دسروزرو په حروفو لیکل شوي وي چه ( داپوښ په مکه مکرمه کې جوړ او دحرمینو دخادم له لورې بیت الله شریفې ته ډالۍ کیږي).

له یوه تور رنګه وریښمین رخت څخه جوړيږي چه د نویوالکترونیکې مشینونو ترڅنګ پکې په زیاته اندازه لاسې کار هم شوی وي او په ډیر ښکلي ډول پکې د(یا الله ) او (لا اله الا الله ) توري تر سترګو کیږي .په لومړیو کې ددې پوښ دبدلولو کوم ټاکلی وخت نه وو، کله به په کال کې یوځل بدلېده او کله به تر ډیرې مودې پرې ځوړند وو.

نوموړی پوښ چه ۴۱ متره اوږدوالی لري او په پورتنۍ برخه کې یوه پټۍ چه ۹۵ سانتي متره سور لري او دسپينو زرو آړ ورکول شوی وي ، اوپه سروزرو پرې په ډېر زړه راکښونکي ډول دعربي تر ټولو ښکلی رسم الخط (ثلث) باندې سورة الاخلاص او دبیلابیلو قراني ایاتونو ترڅنګ داسلامي عباداتو نقاشي شوې وي
دیوې اندازې له مخې ویل شوي چې ددې پوښ دلګښت ټول ټال تر دوه سوه لکه ریاله هم اوړي .

محب الله وثیق



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.