ادبي لیکني

د فقيه أبو عبد الله، الحَكَم الأَصْبَهاني په زړه پوري نظم

دا نظم د فقيه محدث أديب او شاعر: أبو عبد الله، الحَكَم بن مَعْبَد بن أحمد بن عُبيد بن عبد الله بن الأَحْجَم بن أَسَد بن أُسَيد الخُزاعي، الأَصْبَهاني، (رحمه الله تعالی) دی.

ياد شوی محدث په متقدمينو کې د امام صاحب د مذهب د مشهورو او ثقه (باوري) څېرو څخه شمېر شوی.

دی د درېيم قرن په لومړۍ ربع کې پيدا شوی دی، او د همدغه قرن په وروستيو کې په کال 295 کې وفات شوی دی.

ډېر شيوخ (استاذان) او شاګردان لري؛ دا لیکنه يې پر يادولو نه اوږدم. البته د علماوو قولونه به په کې رانقل کړم:

مشهور محدث امام أبو الشيخ الأصبهاني (369 هـ، ق کې وفات دی) او امام محدث أبو نعيم الأصبهاني (430 هـ. ق کې وفات شوی) يې په هکله وايي: (ډېر حديثونه يې روايت کړي دي، ثقه وو).

مشهور محدث امام الذهبي (748 هجري قمري کې وفات دی) او نورو يې په هکله ويلي دي: (دی د حنفي مذهب له سترو او باوري شخصيتونو څخه وو).

د ناظم په هکله په همدومره ترجمې بسنه کوم، که څوک يې د ترجمې په اړه تفصيلات غواړي، نو لاندې ياد شوو کتابونو ته دې مراجعه وکړي.

راځم نظم ته.

د نظم لپاره دوه مخطوطې لرو، چې يوه يې د لوی امام او محدث ضياء الدين المقدسي (643 هـ.ق کې وفات شوی دی) په قلم ليکل شوې ده، او بله يې امام او محدث يوسف بن عبد الهادي (744 هـ. ق کې وفات شوی دی) په قلم ليکل شوې، او انځورونه يې لاندې نښلول شوي دي، له دې دواړو مخکې مشهور محدث أبو الشيخ الأصبهاني دغه نظم په خپل طبقاتو کې ذکر کړی دی.

راځم د نظم متن ته چې په 16 بيتونو کې دی:

1-مَنَحْتُكُمُ يا أَهْلَ وُدِّيْ نَصِيْحَتِيْ «» وإنِّيْ بِها فِيْ العَالَمِيْنَ لَمُشْتَهَرْ

زما د مينې دوستانو: وړاندې مې کړ تاسې ته نصيحت خپل، يقينا زه په خلکو کې په دې نصيحت وړاندې کولو شهرت لرم.

2. وأَظْهَرْتُ قَوْلَ الحَقِّ والسُّنَّةِ الَّتيْ «» عَنِ المُصْطَفَىٰ قَدْ صَحَّ عِنْدِيْ بِها الخَبَرْ

د حق خبره مې ښکاره کړې؛ همدا رنګه هغه سنت مې ښکاره کړي دي چې د مصطفی صلی الله عليه وسلم څخه يې صحت راته ثابت شوی دی.

3. أَلَا إنَّ خَيْرَ النّاسِ بَعْدَ مُحَمَّدٍ «» عَلَيْهِ سَلَامٌ بِالعَشِيِّ وبِالبُكَرْ

4. أَبُو بَكْرٍ الصِّدِّيْقُ للهِ دَرُّهُ «» عَلَىٰ رُغْمِ مَنْ عَادَىٰ ومِنْ بَعْدِهِ عُمَرْ

اګاه شئ، پوه شئ، بهترين په خلکو کې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وروسته أبو بکر الصديق دی، څومره د لوی خير خاوند وو؛ اګر که په دې حقيقت د هغه د دښمنانو زړونه آزرده کيږي، او پس له أبوبکر رضي الله عنه څخه په بهترۍ کې عمر دی. رضي الله عنهما وأرضاهما.

5. وبَعْدَهُما عُثْمانُ ثُمَّتَ بَعْدَهُ «» أبو الحَسَنِ المَرْضِيُّ مِنْ أَفْضَلِ البَشَرْ

له هغو دواړو وروسته عثمان دی، او بيا ورپسې أبو الحسن علي رضي الله عنه دی، دا څلور واړه له پيغمبرانو وروسته د بشريت بهترين خلک دي.

6. أُوْلئكَ أَعْلامُ الهُدَىٰ ورُؤُوْسُهُ «» وأَفْضَلُ مَنْ فيْ الأَرْضِ يَمْشِيْ عَلَى العَفَرْ

دغه خلک چې ياد شو؛ د هدايت بيرقونه، غرونه او پېشوايان دي، او بهترين د ټولو هغو خلکو دي چې په خاوره ګرځي.

7. وحُبُّهُمُ فَرْضٌ عَلَىٰ كُلِّ مُسْلِمٍ «» وحُبُّهُمُ فَخْرُ الفَخُورِ إذا افْتَخَرْ

په هر مسلمان باندې د دوی محبت فرض دی، او له دوی سره محبت کول د فخر کوونکی لپاره لوی افتخار او وياړ دی؛ کله چې دی په څه وياړي.

8. وحُبُّ الأُلَىٰ قَدْ هاجَرُوا ثُمَّ جَاهَدُوا «» فَفَرْضٌ ومَنْ آوَىٰ النَّبِيَّ ومَنْ نَصَرْ

همدارنګه د هغو صحابه کرامو سره محبت هم فرض دی؛ چې مهاجرين وو، مجاهدين وو، او انصار وو؛ کومو چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته په مدينه منوره کې پناه ورکړې وه.

9. وأَشْهَدُ أَنَّ اللهَ لا رَبَّ غَيْرُهُ «» لَهُ الفَضْلُ والنَّعْماءُ والحَمْدُ والشُّكَرْ

په دې شاهدي ورکوم چې د الله جل جلاله څخه پرته بل رب نشته، دی د فضل خاوند دی، د نعمتونو بخښونکی دی، او ده د هغه لپاره ښې لوړې ستاينې او شکرونه.

10. سَيَبْدُو لَنَا يَوْمَ القِيامَةِ بَارِزاً «» فَنُبْصِرُهُ جَهْراً كَما نُبْصِرُ القَمَرْ

دا رب متعال به د قيامت په ورځ مونږ ته ښکاره کيږي؛ نو مونږ به يې داسې وينو لکه سپوږمۍ چې وينو.
(تنبيه: دې بيت کې يې يوه صحيح حديث ته اشاره کړې: ( إنكم سترون ربكم كما ترون القمر لا تضامون في رؤيته…) البته دلته تشبيه په قيامت کې د مسلمانانو ليدل په دنيا کې د سپوږمۍ ليدلو سره تشبيه شوي دي؛ او معاذ الله داسې نه ده چې د سپوږمۍ سره د الله جل جلاله شباهت ښودل شوی وي؛ ځکه چې داسې شباهت هيڅ وجود نه لري. همدارنګه له دې ليدو سره سره انسان د الله جل جلاله په ذات او صفاتو احاطه نشي کولی؛ الله جل جلاله فرمايي: ولا يحيطون به علما. او احاطه نشي کولي دوی په الله جل جلاله باندې د علم له نګاه نه.

11. وأَنَّ كَلامَ اللهِ لَيْسَ بِمُحْدَثٍ «» ومَنْ قالَ مَخْلُوقٌ فَبِاللهِ قَدْ كَفَرْ

او په دې شاهدي ورکوم چې د الله جل جلاله کلام محدث نه دی؛ مخلوق نه دی، بلکه د هغه صفت دی، او چې څوک ووايي چې د الله جل جلاله کلام مخلوق دی؛ نو په الله جل جلاله باندې کافر شو. ځکه چې د الهي صفت څخه يې مخلوق جوړ کړ.

12. أَدِيْنُ بِقَوْلِ الهاشِمِيِّ مُحَمَّدٍ «» وما بِمَقَالِ الجَهْمِ دِنْتُ ولا القَدَرْ

د محمد الهاشمي صلی الله عليه وسلم په ګفتار عقيده لرم، او د جهميانو او قدريانو خبرو ته قايل نه يم. قدريان دوه ډوله دي: ځينې يې جبريه دي: وايي: چې انسان مجبور دی، او څه کوي؛ په حقيقت کې يې خدای کوي. نعوذ بالله من ذلک.

او بل يې نفاة القدر دي؛ چې تقدير ته هيڅ عقيده نه لري، او وايي چې هر انسان د خپل عمل خالق دی. خو دا خبره غلطه ځکه ده چې الله جل جلاله د انسان او د هغه د عملونو دواړو خالق دی؛ منتها هغه ته يې اختيار ورکړی دی؛ سمه لار يې ورته ښودلې، او امر يې ورته کړی دی؛ چې پرې لاړه، او له بدې لارې يې منع کړی دی.

13. ولا الرَّفْضُ والإِرْجاءُ دِيْنِيْ وإنَّنِيْ «» لَبَانٍ عَلَى التَّنْزِيْلِ ثُمَّ عَلَىٰ الأَثَرْ

د روافضو (شيعه ګانو) په عقيده ايمان نه لرم، په ارجاء ايمان نه لرم، د شريعت د مصادرو لپاره لومړی له قرآن کريم څخه استفاده کوم؛ بيا له نبوي حديث څخه.

14. فَدِيْنِيَ دِيْنٌ قَيِّمٌ قَدْ عَرَفْتُهُ «» أَبُوْحُ بِهِ إنْ مُلْحِدٌ دِيْنَهُ سَتَرْ

زما دين ارزښتمن دی ما پېژندلی دی؛ او برملا يې خلکو ته ښکاره کوم؛ اګر که ملحد يا لادينه خپل دين پټ کړي.

15. بِهذا أُرَجِّيْ مِنْ إلهِيَ عَفْوَهُ «» وأَرْجُوْ بِهَذَا الفَوْزَ يا رَبِّ مِنْ سَقَرْ

په همدې عقيدې د خپل رب جل جلاله څخه د عفوې اميد لرم، همدارنګه پرې د جهنم له اور د بچ کېدو اميد لرم.

16. أَجِرْنِيَ يا رَحْمٰنُ إنَّكَ سَيِّدِيْ «» وجَارُكَ فيْ أَمْنٍ وفيْ أَعْظَمِ الحَبَرْ

ومې ساتې پناه راکړې اې رحمان ذاته، ته زما مالک يې، ستا پناه اخيستونکی په امن کې وي، او په لويو خوشالیو او نعمتونو کې وي.
============================

طبقات المحدثين في أصبهان (4/51)، وذكر أخبار أصبهان (1/298)، ومرآة الجنان (2/167 العلمية)، وتاريخ الإسلام (6/941 بشار، 22/140 التدمري)، والعبر (1/428 العلمية)، والوافي بالوفيات (13/71)، والجواهر المضية (2/143)، وبغية الوعاة (1/545)، وشذرات الذهب (3/401 الأرناؤوط)، وغيرها.

ډاکټر سراج الحق وهاج (مدینه منوره)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x