سیدنا جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه څوک و؟

عبدالله حېران (احمدزی )

دهغه دواړه پرې شوې لاسونه بیرته روغ شوي او اوس په جنت کې الوځي را اروځي”

الله جل جلا له جعفر رضي الله عنه ته په جنت کې د هغه د دوو پرې شویو لاسونو په بدل کې دوه وزرې ورکړې وې.

جعفر رضي الله عنه په سیرت او صورت کې رسول الله صلی الله وسلم ته ورته و.

حضرت جعفر رضي الله عنه په نسب کې د جعفر بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصی القریشي الهاشمي دی.

جعفر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم

د تره زوی او په اخلاقو او څېره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډېر ورته و.جعفر رضي الله عنه له خپل ورور علي دضي الله عنه څخه یو څه موده وروسته مسلمان شوی و.

په یوه روایت کې راځي چې یوه ورځ ابو طالب رسول الله صلی الله علیه وسلام ولیده، چې لمونځ یې کاوه او علي رضي الله عنه یې ښي اړخ ته ولاړ و؛ نو خپل زوی جعفر رضي الله عنه ته یې وویل:

ورشه او خپل تره زوی چپ لاس ته پر لمانځه ودریږه.

په یوه راویت کې راځي، چې جعفر رضي الله عنه دوه دېرشم(۳۲) مسلمان و، تر ده مخکې یو دیرش(۳۱) کسانو ایمان راوړی و.

جعفر رضي الله عنه دوه هجرتونه کړي وو. یو حبشې او بل مدینې منورې ته، زوی یې عبدالله او عمرو ابن العاص او ابوموسی اشعري رضي الله عنه ترې روایت نقل کړی دی

رسول الله صلی الله علیه وسلم تر جعفر رض.. نه لس کاله مشر و.جعفر رض…لومړی د حبشې پر لور هجرت وکړ او هلته د نجاشي پاچا تر څنګ پاتې شو او د خیبر د فتحې پر مهال بیرته مدینې ته راستون شو.

کله چې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د راتګ خبر ورکړل شو؛ نو ویې فرمایل:

(والله ما أدري بأیهما أفرح،بفتح خیبر أم بقدوم جعفر؟!)

“ژباړه”

قسم په الله! نه پوهېږم چې نن د خیبر د فتحې له امله ډېر خوشاله یم که د جعفر رضي الله عنه په بیرته راستنېدو!’

عکرمه رضي الله عنه له ابوهریره رضي الله عنه نه روایت کوي، چې ویې فرمایل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته تر جعفر رضي الله عنه بل هیڅ غوره څپلی په پښو کوونکی، پر سپرلی سپرېدونکی او پرې کېناستونکی نشته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جعفر رضي الله عنه په اړه فرمایلي وو.
(أشبهت خلقي و خلقي. )

ژباړه.

ای جعفره! ته په سیرت او صورت کې ما ته شوی یې.

جعفر رضي الله عنه دهغو چاڼ شویو او مهربانه صجابه کرامورضي الله عنهم په ډله کې شامل و، چې رظول الله صلی علیه وسلم به وخت په وخت خامخا یو څه ورکول نور یې په لاندې ډول دي،حمزه،علي،حسن،حسین ،ابوبکر،عمر،مقداد،حذیفه،سلمان،عمار،بلال،او عبدالله ابن مسعود رضي الله عنهم

ابو هریره رضي الله عنه فرمایي:

(کنت الزم النبي صلی الله علیه وسلم لشبع بطني، حین لا اکل الخمیر ولا البس الحریر، ولا یخد مني فلان ولا فلانة، والصق بطني بالحصباء،واستقری الرجل الایة، وهي مهي، کي ینقلب بي فیطعمني، وخیر الناس للمساکین جعفر بن ابي طالب ینقلب بنا فیطعمنا ما کان في بیته،حتی ان کان لیخرج الینا العکة لیس فیها شيء فنشتقها فنلعق ما فیها.)

ژباړه.

زه به ډېری وخت له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم، ترڅو ګېډه مې مړه وي، ځکه نه به راسره وچه ډوډی وه، نه به مې ورېښمېنې جامې په تن وې او نه به مې چا خدمت کاوه.کله چې به مې د ډېرې لوږې له امله خپله ګېډه په ځمکې پورې سولوله؛ نو همدې مهال کې به مې له خلکو څخه د یوه آیت په اړه پوښـتنه کوله،ترڅو له ځان سره مې خپل کور ته یوسي او یو څه خوراک راباندې وکړي.جعفر رضي الله عنه د مسکینانو او بې وزلو خلکو په اړه تر ټولو خلکو غوره و، ځکه موږ به یې له ځانه سره خپل کور ته بوولو او څه چې به یې درلودل، هغه به یې موږ ته راکول، ان تر دې چې د خپلو غوړیو قوتۍ (ډبلۍ)به یې هم راکوله چې موږ به بیا هغه په خپلو ګوتو څټله، په داسې حال کې چې شته به وه!!

په هجرت په اتم کال د جمادي الاولی په میاشت کې د مسلمانانو او عیسویانو تر مینځ د موټه جګړه رامنځته شوه، د دې جګړې د رامنځته کېدو لامل دا و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل استازی حارث بن عمیر الازدي رضي الله عنه له خپل لیک سره په شام کې د روم ذ پاچا د استازي دربار ته واستاوه،نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک وڅیره او حارث رضي الله عنه یې شهید کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا خبره ځکه سخته تمامه شوه، چې دا لومړی ځل و، چې استازی یې وژل کېده ،له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی مقابلې ته یو لښکر تیار کړ، دهغې جنډه یې زیدبن حارثه رضي الله عنه ته وسپارله او ویې فرمایل:

که زید شهید شو؛ جعفر رضي الله عنه به ستاسې امیر وي او که جعفر رضي الله عنه هم شهید شو؛ نوعبدالله بن رواحه رضي الله عنه به ستاسې امیر وي.

د جګړې په ډګر کې همداسې وشول،زید د خپلې جنګي میړانې تر څرګندولو وروسته شهید شو؛ نو جعفر رضي الله عنه جنډه په لاس کې واخیسته او د جګړې ډګر ته ورننووت او تر هغې وجنګېد چې له لاس نه راپرېووت، کفارو یې ښی لاس ورپرې کړ،جعفر رضي الله عنه په چپ لاس کې جنډه واخیسته،کفارو یې چپ لاس هم ورپرې کړ، جعفر رضي الله عنه جنډه په خپلې سینې پورې کلکه ونیوله، بالاخره کفارړ پرې د شا له لوري د تورې ګوزار وکړ او شهید یې کړ.

تر جعفر رضي الله عنه وروسته عبدالله بن رواحه رضي الله عنه جنډه په لاس کې واخیسته او تر هغې وجنګېد چې شهید شو.

د موته د جګړې پر ورځ زه هم د مسلمانانو په لښکر کې شامل وم، تر جګړې وروسته مو د جعفر رضي الله عنه پلټنه وکړه؛

نو په داسې حال کې مو وموند، چې پر مبارک بدن یې تر نوي(۹۰) ډېر د تورې او نېزې ګوزارونه وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې کله د وحې له لارې په مدینه منوره کې د جعفر رضي الله عنه د دواړو لاسونو د پرې کېدو او شهادت خبر ورکړل شو؛ نو ویې فرمایل:

(ان الله ابدله بیدیه جناحین یطیر بهما في الجنة حیث شاء.)

ژباړه.

بې له شکه چې الله جل جلاله ورته د هغه د دوو لاسونو په بدل کې په جنت کې دوه وزرې ورکړي او چې هر لور ته یې غوښتي وي،ورسره الوځي را الوځي.

تبصرې (1)