fbpx

طالبانو لایزري او د شپې دوربین لرونکي وسلې له کومه کړې؟!

شاهد (غزنیوال)

په دې وروستیو کې دولتي چارواکو ادعاء وکړه چې دوئ د فراه په ولایت کې له طالبانو سره د جګړې په مهال

لایزري او د شپې دوربین لرونکې وسلې تر لاسه کړې.

هغوی د دې ادعاء په ترڅ کې دا هم ویلي چې یادې وسلې روسي ساخت وسلې دې چې د دوی په باور د روسیې لخوا طالبانو ته د پوځي مرستو په لړکې ورکړل شوې.

مونږ غواړو د موضوع د وضاحت په اړه مختصرا څو لاندې ټکیو ته اشاره وکړو:

ایا ریښتیا هم طالبان لایزري د شپې دوربین لرونکې وسلې لري؟

لومړی باید پر دې بحث وشي چې ایا ریښتیاهم له طالبانو سره لایزري او شپې دوربین لرونکې وسلې شته دي؟

د طالبانو له رسمي ویب پاڼې (الاماره) سره د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د پخواني مرستیال والي حاجي ملا ناصر اخوند د مرکې په اساس د دوه نیمو میشتو په موده کې طالبانو یواځې د هلمند په ولایت کې ۴۰۰ میله مختلف النوع امریکايي وسلې له دولتي ځواکونو څخه غنیمت کړې دي.

له دې پرته طالبانو د روان کال په موده کې په هلمند سر بیره د هیواد په مختلفو ولایتونو کې متعدد عملیات تر سره کړي چې په ډیرو هغو کې یې یوزیات مقدار همدا وسلې له دولتي ځواکونو څخه ولجه کړې دي.

د غو وسلو په جمله کې همدا د شپیې دوربین لرونکې لایزري وسلې، توغندي ویشتونکې راکیټ لانچرونه ، اتومات ماشین دار او غیر اتومات (Sniper) او نورې بیلابیلې هغه وسلې دي چې امریکايانو د ملي اردو ځواکونو ته له طالبانو سره د جګړې لپاره ورکړې خو طالبانو له هغوی څخه غنیمت کړې دي.

همدا راز د کندوز د نیولو په لومړي ځل طالبانو د نورو درنو او سپکو مختلف النوع وسلو ترڅنګ په زیاته پیمانه همدا لایزر او د شپې دوربین لرونکې وسلې له دولتي وسلتونونو څخه تر لاسه کړي.

د بدخشان ولایت په متعددو ولسوالیو او همدا راز د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو په مهال هم طالبانو دا وسلې نیولې.

اوس مهال پر هلمند او شمالي ولایتونو سربیره په جنوب ختیځو ، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې هم په پراخه پیمانه دا وسلې له طالبانو سره شته چې ځیني ځایونه د ښارونو په منځ کې غلچکي بریدونه هم یادو وسلو په زریعه تر سره کوي.

په یادو امریکايي غنائیمو کې د شپې دور بینونه تر ټولو هغه مهم وسائل دي چې طالبانو ته په لاس ورغلي او چې کله یې په پوځي عملیاتو په تیره غلچکي بریدونو کې د هغو اغیزمنتوب لیدلی بیا یې له بهرنیو او داخلي ځواکونو سره د عملیاتو په مهال ټول ترکیز په دې وي چې څرنګه نور دغه ډول دوربینونه او وسلې غنیمت او یاهم په ځینو مواردو کې د پیسو په بدل کې له دا خلي ځواکونو څخه وپیري؟

دا دوربینونه چې ځینې یې ساده استعمالیږي او ځینې نور یې معمولا پر کارمولي ټوپکونو نصب کیږي د خپل نوعیت له مخې مختلف ډولونه لري .

تر ټولو ښه ماډل یې چې په اتوماتیکو کامرو او (GPS) سیسټم هم مجهز وي له دریو زره ډالرو نیولې تقریبا تر ۴۰ زره امریکايي ډلرو پوري قیمت لري .

طالبانو په هلمند ، کندوز، بدخشان ، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې همدا پرمختللی ډول دوربینونه هم په غنیمتي ډول او هم د پیسو په بدل کې تر لاسه کړي چې د جګړې په لومړيو کرښو کې ترې کار اخلي او د دوي لپاره یې ډیرې مثبتې لاسته راوړنې لرلې دي.

مثلا د طالبانو له کوم پوځي ډلګي سره چې دا دوربینونه شتون ولري نو هغوی په اساني سره کولای شي د مقابل لوري (ملي اردو افراد) په نښه او سیمې ترې تصفیه کړي.

د دغو دروبین لرونکو وسلو په ترلاسه کولو سره هم د طالبانو بریدونه مؤثر اوهم يې ځاني تلفات ډیر کم او یا هیڅ نه وي .

د یادو امریکايي وسلو ځیني مهم پوځي مشخصات

اصلا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا کاریدونکې وسلې د نوعیت او کوالیټې له مخې تر هغو وسلو چې دوی د ملي اردو ځواکونو ته ورکړې ډیرې پرمختللې او غوره وسلې دي .

د یادو وسلو په جمله کې یو هم CheyTac M200 توپک یا (Sniper) دی.

دا توپک امریکايي ډوله وسله او د نړۍ په کچه د دښمن د پلي ځواکونو (افرادو) د په نښه کولو لپاره تر ټولو غوره او ښه دقیقه ویشتونکي وسله ده .

یاده وسله هم د حجم او سپک والي ، هم د ژرخلاصولو او بندولو او هم په د قیق ډول د هدف د له منځه وړلو له لحاظه تر امریکايي مشهورې وسلې (Windrunner ) ډیره بریالۍ او غوره ده .

یاده وسله زیاتې ځانګړتیاوې لري چې د هغو له جملې څخه د شپې دروربین ،لایزري جهاز، د مرمۍ ډیر چټک والی او په دقیق ډول د هدف ویشتل دي .

همدا راز هغه پر یوه داسې یو کمپیوټري سیسټم مجهز ده چې خود بخوده د خپل موقعیت له جوي او ځمکنی وضعیت سره ځان عیاروي ، مثلا که شدید باد ، سخت باران ، دوړي ، سخته ګرمي او یا د شپې توره تیاره وي هم د هغې د شپي دوربین او لایزري جهاز په خپله ځان د هدف د له منځه وړلو لپاره عیاروي .

همدا راز یاده وسله د شپې NXS 5.5-22X دوربین لري.

د هغې وزن ۱۴ کیلو ګرامه او د موثر انداخت مسافه یې له ۱۸۰۰ تر ۲۰۰۰متره پوري ده .

جاغور یې ۷ مرمي ظرفیت لري او مرمۍ یې د پیکا تر مرمۍ دوه چنده غټه ده .

یاده وسله د امریکا د cheytac llc-usa کمپنۍ لخوا په کال ۲۰۰۱ کې جوړه شوي.

همدا وسلې د امریکا په شمول د ترکیې ، ارجنټین، پولنډ او اردن هیواد د پوځونو لخوا هم کارول کیږي .

دا وسله طالبانو ته معمولا په هغو ځایونو کې په لاس ورځې چې د دوی د سپکو ځمکني ماینونو ، غلچکي بریدونو او یاهم کمین په وسیله امریکايي پلې ګزمه کوونکي ځواکونه تر برید لاندې راشي او لاس لرلې وسلې یې د هغوی د وژل کیدو او یاهم ټپي کیدو په حال کې تري پاتي شي .

دا چې یادې وسلې او د هغوی دوربین لرونکي او لایزري وسائل د جګړې په حالت کې ډیر مؤثرې دي نو طالبان ډیر وخت خپل یوزیات شمیرعادي وسلې ورته پلوري تر څو د هغوی زیات شمیر وسلو په بیه فقط یو همدا د شپي دوربین او یاهم همدا دروبین او لایزر لرونکي وسله تر لاسه کړي.

………………………

د دې مقالې په لیکلو کې له لاندې مراجعو څخه استفاده شوې:

د طالبانو الاماره ویب پاڼه

په هلمند ولایت کې د جګړې د لومړۍ کرښې یو طالب

http://www.military-today.com/…/cheytac_m200_intervention.h…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د