نظــر

تیل د وسلې په توګه

په کال 1974م کې متحده ایالاتو اسرائیلو ته هوايي پل جوړ کړ، هغه مهال د سعودي واکمن ملک فیصل بن عبدالعزیز و، په متحده ایالاتو یې د پیټرولو بندیز ولګاوه، د دې بندیز لامله د پټرولو د یوه برمیل نرخ له 3ډالرو نه 12ډالره ته لوړ شو، په دې انځور کې تاسو خلک وینئ چې د پټرولو په انتظار ولاړ دي، دا په متحده ایالاتو کې د هغه هیواد د شتمن ایالت لاس انجلس عکس ده چې خلکو د پټرولو د ترلاسه کولو له پاره کتارونه جوړ کړي دي.

دې بندیز پنځه میاشتې دوام وکړ، په متحده ایالاتو کې د تیلو ستر بحران رامنځته شو، هغه مهال د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر هنري کسنحر و، کسنجر مشهور یهودي امریکايي دی دی په خپلو یاداښتونو کې کاږې چې ملک فیصل ته مو په دې شپو ورځو کې ډیرې واسطې او سپارښتیان برابر کړل خو هغه یوه نه منله آن تر دې پورې چې اخیر مو ور سخته هم کړه.

په دې اړه یوه کیسه مشهوره ده هغه دا چې هنري کسنجر څو ځله سعودي ته په سفر راغی او کوښښونه یې کول چې ملک فیصل د تیلو بندیز ماتولو ته تیار کړي خو هغه یوه هم نه منله، په یوه سفر کې کسنجر سعودي واکمنو ته سختې خبرې وکړي او اخطارونه یې ورکړل چې که پټرول خلاص نشي موږ به داسي اقدامات وکړو چې د سعودي له پاره به یې پایلې خطرناکې وي، په دې سفر کې ملک فیصل له کسنجر سره د ملاقات له پاره په دښته کې خیمې درولې وې او هغه ته یې د خوراک له پاره خورما او د اوښو شیدې وړاندې کړې کسنجر ملک فیصل ته په خبرو کې خپلې ترخې خبرې تکرار کړې او زیاته یې کړه چې که دا بندیز پای ته ونه رول شي موږ به ستاسو د تیلو کوهي بمبار کړو، ملک فیصل ورته وویل: زموږ د کوهیو بمارول هیڅ ستونزه نده زموږ پلرونو او نیکونو ټول عمر همدا ستا مخته اېښې خورما او د اوښو شیدې خوړلې دي او ستاسو په بمبار سره دا زموږ له لاسه نشي وتلی.

د رخصت کیدلو په مهال کسنحر په خندا ورته وویل: ښه زما یوه هیله را پوره کړه او هغه دا چې زما الوتکه دومره تیل نلري چې امریکا ته ځان ورسوي دا خو را پوره کړه، ملک فیصل هم په خندا ور غبرکه کړه چې دا هیله به دي پوره شي خو ته به زما یوه هیله هم را پوره کوې او هغه دا چې زه اوس په عمر لوی شوی یم او هیله لرم چې په مسجد اقصي کې لمونځ وکړم نو تاسو یهودان له دې سیمو در وباسې.

ستاسو په مخ کې انځور چې د کومې کیسې حکایت کوي د همدې لامله امریکایانو تصمیم ونیو چې باید دوه کارونه دوی خامخا تر سره کړي یو دا چې باید ملک فیصل ژر له منځه یوسي او دویم دا چې د منځني ختیځ واک ترلاسه کړي لومړی هدف یې ډیر ژر په هغو شپو کې ترلاسه کړ او ملک فیصل رحمه الله یې د خپل وراره په لاس وواژه، او د دویم هدف له پاره یې له هغې ورځې نه پروګرامونه تیار او کار یې پیل کړ، او په موحوده وخت کې وینو چې په منځني ختیځ کې امریکایان څومره واک لري.

د دې ستونزې د مخنیوي له پاره یو بل مهم کار هغوی دا وکړ چې د سیمې شاهان او عرب پاچایان یې د امریکا په نړیوالو کمپنیو کې برخه وال کړل د هغوی پریمانه پیسې یې په خپلو کمپنیو کې اېسارې کړې، اوس چې دا پاجا یان یې ګرو کړل نو یو هم نشي کولی د ملک فیصل په څیر اقدام ته زړه ښه کړي ځکه کوم یو د دې کار اقدام وکړي نو د دوی شخصي شتمنۍ له خطر سره مخامخ کیږي، عربو یوه ځواکمنه وسله لرله هغوی کولی شوی پیټرول د وسلې په توګه وکاروي او په دې توګه په قوي موقف کې پاته کیدلی شوی خو د دنیا او شتمنې هوس یې دا وسله هم له لاسه واېستله. له لوړو تفصیلاتو معلومولی شو چې خدای بښلي ملک فیصل تیل څومره په اغیزمنه توګه کارولي و خو د هغه خلف د خپل سلف پر پله نه ولاړل او دا اغیزمنه وسله یې بې اغیرې کړه.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x