
د فارس پاچاهان
عبد الباسط عبد الصمد
فارس او پاچاهان د ځمکې پر مخ ډیر پخوانې تاریخ لري، چې ددوی هیڅ سیال نشته، خو دا په څلورو طبقو ویشل شوی.
• اوله طبقه: دوې ته فیشدادي ویل کیږي، ځکه هر یو ددوی نه ځان ته فیشداد لقب ورکاوړه، چې معنی یې لمړني د عدل خاوندان، دا نهه دي، چې مراد دي له: أوشهنج، طهمورث، جمشيذ، بيوراسب چې ضَّحَّاك یادیده، أفريدون د القيان زوي، منوجهر، أفراسياب، كرشاسب او زو څخه.
• دویمه طبقه: دوی ته كيانية ویل کیده، ځکه ددوی د نومونو شروع په کي لفظ سره کیده، مراد ورڅخه پاکوالې یا روحانیت دی، ځینې وایې چې معنی یې جبار ده،دا هم نهه دي، عبارت دي له: كيقباذ، كيكاوس، كيخسرو، كيلهراسب، كيشاسف، كي أزدشير بهمن، هماي بنت أزدشير بهمن، دارا اول او دارا دویم- کوم چې اسکندر وواژه او پاچاهي یې تری ونیوله.
• دریمه طبقه: دوی ته طائفی پاچایان یا اشغانیه ویل کیږي، دا یولس دي چې عبارت دي له: أشغا د أشغان زوي، أَشك د أشكان زوي،وشابور د أشغان زوي، أورمز د أشغان زوي، بيزن أشغاني، جودرز أشغاني، نرسي أشغاني، هرمز أشغاني، خسرو أشغاني، بلاش أشغاني او أردوان وړوکې أشغاني.
• څلورمه طبقه: دوی اکاسره بلل کیده، ځکه دوی هر یو ځان ته کسرا لقب ورکاوه، یا یې نسبت ساسانیانو ته چې ساسان یې نیکه وو کیږي، ددوی له ډلې د نبوي هجرت څخه ورسته یو اندازه ښځې هم واکمنې پاتی شوې، چې بیا د حاکمانو ښځو په حکومتونو باندې د فرس نورو خلکو قبضه وکړه، لمړنې پاچا یې أزدشير بابك واخرنې یې يزدجرد وو، چې د عثمان بن عفان رضي الله عنه په خلافت کې ووژل شو.
(عمر بن مظفر بن عمر بن محمد ابن أبي الفوارس، أبو حفص، زين الدين ابن الوردي المعري الكندي (المتوفى: 749هـ)، تاريخ ابن الوردي الناشر: دار الكتب العلمية – لبنان – بيروت الطبعة: الأولى، 1417هـ – 1996م، عدد الأجزاء: 2، ج: 1، ص: ۳۴-۳۵)