
په اوداسه کې کوښښ کول
دکتور کفایت الله وردګ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښېده چې هر د عبادت او د الله جل جلاله د رضا کار به یې کولو نو ښه کوښښ به یې پکې کاوه یود هغه شیانو څخه چې د غوره عبادتونو لپاره لاره ده هغه اودس دی نو په اودس کې خواري کول ، په ښه توګه کول هم سنت دی حضرت ا بو هریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ، فَأَسْبِغِ الوُضُوءَ . صحیح البخاري
ترجمه : کله چې مانځه ته پاڅېدې نو اودس په ښه توګه سره کوه .
په بل حدیث کې حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : آیا زه تاسې ته داسې څه ونه ښایم چې په هغې سره الله جل جلاله ګناهونه پاکوي او درجې ورباندې پورته کوي ؟ صحابه کرامو ورته وویل : هو راته وښایه یا رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ، وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الصَّلاَةِ، فَذَلِكُمُ الرِّبَاطُ . صحیح مسلم
ترجمه : په ښه توګه اودس کول په سختیو کې ، جومات ته ډېر قدمونه اخیستل ، د مانځه نه وروسته د بل مانځه انتظار کول ، او همدا جهاد دی .
یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .
خورا به ښه سي.
اجر دي وي درته.