سعودۍ ښځو ته د موټرسایکل او لاریو چلولو اجازه هم وشوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودی د ټرافیک ادارې ویلي چې له دې وروسته سعودۍ ښځو ته د موټر سایکل چلولو او لاریو چلولو اجازه هم شته، په دې شرط چې د نرانو په ډول هغه شرطونه پوره کړي چې په قانون کې ورته لازم دي.

دغه ادارې ویلي د سعودي پاچا فرمان چې په تېر سپتمبر میاشت کې صادر شوی، دا فرق نه کوي چې کوم موټر به ښځه چلولای شي او کوم نه، بلکې هغه عام دی، او له وجې به یې همداسي پر عموم باندي عمل کیږي.

نوموړي ویلي چې د ښځو موټر او نرانو د موټرو تر منځ به خاص فرق هم نه را منځته کیږي، بلکې هغه قوانین او لوایح به په کار لویږي چې په ټوله نړۍ کې رواج دي.

باید وویل شي چې سعودي هیواد له ډېره وخته د رواج او دین په نامه پر ښځو باندي د موټر چلولو بندیزونه لګولي وو خو په تېر سپتمبر میاشت کې ملک سلمان ځانګړی فرمان صادر کړ او وې ویل چې د علماو سره تر مشورې وروسته دا اجازه ورکوي.

د سعودي د جګپوړو عالمانو حکومتي ادارې هم دغه فرمان ستایلی او د هیواد په ګټه بللی وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

سعودی کی د شاهانو له فرمانو د مخه غلام او چاپلوسي تش په نامه علما په نښه کیږی او ټاکل کیږی چه د شاهانو فرمانونو ته فتوی جوړی کړی . یوه فتوه یی هم دا چه پاچا د مسلمانانو امیر دی که فرمان یی د قران او احادیثو سره هم متفاوت وی باید ومنل شی او که څوک یی نه منی هغوی ته باید درنی سزاوی واورول شی یعنی شاهانو ته د پیغمبرانو او حتی نعوذو بالله د الله ج په حیثیت قایل دی . د سعودی د میرمنو ( بلکه د شاهی کورنۍ به میرمنو چه شمیر اوس له… نور لوستل »