سعودۍ ښځو ته د موټرسایکل او لاریو چلولو اجازه هم وشوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودی د ټرافیک ادارې ویلي چې له دې وروسته سعودۍ ښځو ته د موټر سایکل چلولو او لاریو چلولو اجازه هم شته، په دې شرط چې د نرانو په ډول هغه شرطونه پوره کړي چې په قانون کې ورته لازم دي.

دغه ادارې ویلي د سعودي پاچا فرمان چې په تېر سپتمبر میاشت کې صادر شوی، دا فرق نه کوي چې کوم موټر به ښځه چلولای شي او کوم نه، بلکې هغه عام دی، او له وجې به یې همداسي پر عموم باندي عمل کیږي.

نوموړي ویلي چې د ښځو موټر او نرانو د موټرو تر منځ به خاص فرق هم نه را منځته کیږي، بلکې هغه قوانین او لوایح به په کار لویږي چې په ټوله نړۍ کې رواج دي.

باید وویل شي چې سعودي هیواد له ډېره وخته د رواج او دین په نامه پر ښځو باندي د موټر چلولو بندیزونه لګولي وو خو په تېر سپتمبر میاشت کې ملک سلمان ځانګړی فرمان صادر کړ او وې ویل چې د علماو سره تر مشورې وروسته دا اجازه ورکوي.

د سعودي د جګپوړو عالمانو حکومتي ادارې هم دغه فرمان ستایلی او د هیواد په ګټه بللی وو.

تبصرې (1)

  • سعودی کی د شاهانو له فرمانو د مخه غلام او چاپلوسي تش په نامه علما په نښه کیږی او ټاکل کیږی چه د شاهانو فرمانونو ته فتوی جوړی کړی . یوه فتوه یی هم دا چه پاچا د مسلمانانو امیر دی که فرمان یی د قران او احادیثو سره هم متفاوت وی باید ومنل شی او که څوک یی نه منی هغوی ته باید درنی سزاوی واورول شی یعنی شاهانو ته د پیغمبرانو او حتی نعوذو بالله د الله ج په حیثیت قایل دی .
    د سعودی د میرمنو ( بلکه د شاهی کورنۍ به میرمنو چه شمیر اوس له زرونو هم تجاوز کوی ) په اړه د دموکراسی دغه ازادی په غلا مخکی هم وی هغه د شهزادګانو دننه خبلو منځو کی وی، د شاهی خاندان میرمنی او نجونی ډيری ښکلی دی چه له ښکلی زیږیدلی ، نازونو کی لوی شوی، دا چه د سعودی عوام ښه مسلمانان وو د شځو بی حجابی یی د شاهی کورنی نامسلمانی ګڼله نو شاهانو د دغه ډاره په ټول هیواد کی په ښځو ځینی بندیزونه لګولی وو حتی نقاب یی اغوستلو یعنی له سترګو ماسوا چا نه لیدلی. خو
    کله چه لوی شیطان ( ترمپ ) سعودی ته ولاړ ، او شهزادګانو ته یی د ایران له یرغل ډاډ ورکړو نو هر څه چه یی په وسه کی وو هغه ټرمپ ته بیشکش شول . ټرمپ یو بل شیطانی عمل د خبلی لور او میرمنی په واسطه تر سره کړو او هغه دا چه د شیخانو د میل مطابق یی د خپلی میرمن او لور د کالیو ، ویښتو او میکب ستایل او حتی د خبرو کولو او نازونو کول جوړ کړل . شیخانو ته لکه مقناطیس داسی ورباندی عاشقان شول او د فیل مرغانو په شان به یی ورته دوری کولی. د ټرمپ میرمن او لور د همدی عاشقی په مټ هغوی ته وویل ، مونږ در سره پخلا یو څه چه غواړی هغه درسره کوو مګر زمونږ امریکایان هم ستاسی د میرمنو سره مینه لری مګر دسترسی ورته نه لری ځکه هغوی کورونو کی او یا کالیو کی پټی وی ، حجاب تری لیری ، له کورو یی راوباسی او د ګاړو د چلولو جواز ورته ورکړی تر څو هغو هوټلو ته چه د خارجیانو د عیاشیو د پاره جوړ شوی دوی له نورو غیره خپلو ګاړو کی یواځی راشی او د امریکایانو سره تر اخری کچی غیاشی او ساعت تیری وکړی نو مونږ به ستاسی او هغوی به د امریکایانو په خدمت کی نازونه ، عیاشی او فحاشی وکړی .
    پورتنی غوښتنه هم ومنل شوه ، د ګل او بلبل داستان هر اړخیز دواړو خواوو ته پیل شو ، دا چه پرون یی ورته د ګاړو چلولو او نن ورته حتی د موتر سایکلو جواز ورکړو ، یا په سعودی کی سینما ګانی او دیسکو ګانی شروع کیږی ، شراب خانی او فاحشی خانی به خامخا ورسره شروع کیږی خو د هر څه دروازی به د هر چا په مخ خلاصی نه وی ، یعنی څو کلونو یا څو لسیزو کی به د سعودی خلک لکه د اسلام د مخه وحشت او عیاشیو ته ټیله کړی ، او د حرمینو حیثیت او عزت به پیمال کړی او حتی د القدس ( اورشلم ) به نوی نړیواله قبله ورته چوړه کړی د یو مقدس مسجد په نامه بلکه د یو کلیسان او سننیګال په نامه به د نړیوالو د هغو قبله وی چه دین او نظام یی دموکراسی وی