افغانستان

د (تدریب الایمه) په نوم روزنتون د پنځلسمې دورې ګډون وال فارغ کړل

د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د عربي متحده اماراتو د دولت ترمنځ د شوي تفاهم په پایله کې، د تدریب الایمه په نوم رزونتون جوړ شوی، چې پکې دیني عالمانو ته لس ورځني سیمینارونه ورکول کېږي.

دې مرکز نن د پنځلسمې دورې پنځه سوه تنه ګډونوال فارغ کړل، چې دوه نیم سوه يې د لغمان او همدومره نور يې د پکتیکا ولایت، امامان، خطیبان او واعظان وو.

دغه سیمینارونه چې له رسنیو نه پټ ترسره کېږي، تراوسه يې د دې دورې په ګډون اووه زره اووه سوه او پنځه دېرش تنه ګډونوال فارغ کړي، چې د بېلابېلو ولایاتو اوسېدونکي وو، د پنځلسمې دورې ځينې ګډونوال په دې اندېښمن وو چې ولې په دې روزنتون کې اسلام او سیاست بېل ګڼل کېږي.

د دې سیمینارونو اداري مسوول ملا ذبیح الله د پنځلسمې دورې د پیل په ورځو کې ګډونوالو ته ويلي وو چې دوی به په درسونو کې د پوښتنې حق نه لري او له سیاسي اړخه به بېخې لرې اوسي. په داسې حال کې چې په دې لس ورځنیو سیمینارونو کې د (پوره اسلام) د زده کړې دعوه کېږي، چې د تجوید، د امامانو ژوند او زده کړې او د فتوی په څېر په مهمو مسایلو بحثونه کېږي.

په دې سیمینارونو کې پرځینو افغان استادانو سربېره فعاله برخه د دکتور زکریا الحمقه، الشیخ عبدالله الجنید او محمد احمد المختار عربي استادانو ده، چې د دوی په خبره غواړي افغانانو ته معتدل اسلام ور وپېژني.

د سیمینارګډونوالو ته په پای کې اته زره افغانۍ او یو یو لاسي بکس ورکول کېږي، چې د سیمینار په اوږدو کې د غرمې ډوډۍ هم د دې روزنتون په غاړه ده.

د پنځلسمې دورې یوتن لغماني ګډونوال چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي نن ټکی اسیا ته وویل: د دې خلکو اصلي مطلب د سیکولریزم تدریس دی، ځکه دوی سیاست او دین جلاسره بولي او بیا فتوی هم راته وايي!

د ده په خبره دا چې ولې تراوسه دغه پروسه له رسنیو پټه پاتې ده، هم د اندېښنې خبره ده، هغه وړاندې وويل: دوی له خلکو پټ کار کوي، تر ټولو بده يې داده چې دلته دملایانو په نامه هرڅوک، هرمحصل، موټروان اونور ورته راځي، هغه غریبان پراخه مطالعه نه لري، دوی چې يې په هره خوا روان کړي ورسره ځي.

د پکتیکا ولایت یوتن اوسېدونکي ملا رحمت الله د دې پروسې په اړه ځکه اندېښنه وښووده چې په خبره يې تل به دوی ته ویل کېدل چې په اسلام کې جګړه نشته، هغه وايی چې عربي استادانو به داجمله ډېره تکراروله چې (لاتشدد فی الاسلام) او بیا به يې د مرمیو ډزې په خوله وکړې او دتختې مخ ته به راتاو شول.

د سیمینار ډېری ګډونوالو نن ټکی اسیا ته اندېښنه ښکاره کړه چې دغه پروسه د ملایانو د سپېڅلي موقف د خرابېدوه لپاره ده ځکه خو يې باید رسنۍ راوسپړي.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت وزير محمدیوسف نیازي د دې دورې د فراغت په مراسمو کې د متحده عربي اماراتو له دولتي مسوولینو او سفارت نه مننه وکړه چې په خبره يې له دوی سره يې بې عوضه مرستې کړې دي.

یاده دې ودغه سیمینارونه لاهم په یاد مرکز کې چې د کابل په نوي ښارکې د څارنوالي ترڅنګ دی، روان دي او شپاړلسمه دوره به يې د پنځوسوو تنو په ګډون په راتلونکې شنبه د ثور په شپږمه پیل شي.

باید وویل شي چي په دغه سیمه کې څوک نه پرېښودل کیږي چي عکسونه واخلي، او یا د کامرې سره ورشي.

عبد الودود سنګین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x