فراه: له ګمرکه هره شپه سل زره ډالر اختلاس کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فراه مرستیال والي تور پوري کړی چې ددغه ولایت د ګمرک چارواکي هره شپه سل زره ډالر اختلاس کوي او شخصي جیبونو ته یې اچوي.

د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي دغه خبري رسنیو ته کړي، د اریانا نیوز د راپور سره سم نوموړي ویلي چې هره شپه فراه ولایت ته سل سوداګریز موټر داخلیږي، خو ګمرکي عواید یې د چارواکو تر منځ تقسیمیږي او دولتي خزانې ته نه ورکول کیږي.

رسولي ویلي چې دغه ګمرک ټوله د ابونصر فراهي د ګمرک لارې څخه راځي خو درک یې نه لګیږي چې هغه چیرته او چا چا ته ویشل کیږي.

د سرچینې په قول د فراه ولایت مدني فعالان ټینګار کوي چې د مرستیال والي خبرې دي جدي وبلل شي او په دې اړه دي څیړنې وشي.

دوی وايي د فراه ولایت چارواکي ددې لپاره چې خپل اختلاس او غلاوي پټي کړي، پر طالبانو تور پوري کوي چې په غیر قانوني توګه ګمرک ټولوي تر څو خپل اقتصاد او مقاومت په پیاوړی کړي، خو دا لومړی ځل دی چې د فراه مرستیال والي دغه تور پر دولتي چارواکو پوري کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د