بدري سپوږمۍ

(حمزه حسیني)

مزل د تورو شپو کې څو ښکلاوې را پسې
اسمان نه د بدري سپوږمۍ رڼاوې را پسې

مقصود ته مو پر لاره تیندکونه وو خوړلي
چې شولو ور نیږدې شوې اژدهاوې را پسې

په طمعه د بهار وو او د سرو ګلو په طمعه
چې شي به مو بلبل مېلمه، بوراوې را پسې

د سرو شونډو مسکا له کلي تللې مهاجره
په برخه مو غمونه دي ژړاوې را پسې

مسکن مو انګار شوی د کفري نړۍ له لوري
ولچک او زولنې دي سرې بلاوې را پسې

نظام شرعي ته مو ژمنتیا مجرمه بولي
څاري مو طیارې لاندې قواوې را پسې

دریځ به بدل نه کړو د خلیل بابا لمسي یوو
دنیا که سور انګار شي لمبې تاوې را پسې

له خپلو مو ګیله شي چې د کفر غلامی کړي
پردۍ غېږه کې ناست، کوي خنداوې را پسې

(حمزه) یو التماس لري له ټولو مسلمانو
چې کله شم در یاد کوئ دعاوې را پسې

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د