دیني، سیرت او تاریخ

د بیت المقدس ازادول پر هر مسلمان فرض دی

لیکوال مسافر دولت زئی

حامداً ومصلیا وبعد

بسم الله الرحمن الرحیم

(سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير) اسراء:1

«پاک دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې د مسجد حرام څخه د هغه مسجد اقصی په لورې بوتلو، چې مونږ يې په چاپيره ځايونو کې برکت اچولی دی، تر څو خپلې نښې وروښايو، پرته له شکه الله تعالی اوريدونکی او ليدونکی دی».

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (لا تشدوا الرحال إلا إلى ثلاثة مساجد: المسجد الحرام، ومسجدي هذا والمسجد الأقصى).

«ابوهريرة (رضي الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي: د عبادت په نيت سفر کول د درې جوماتونو پرته بل چيرې روا نه دی: مسجد حرام، زما دا مسجد (مسجد نبوي) او مسجد اقصی ته».

وعنه ـ رضي الله عنه ـ أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: «لا تقوم الساعة حتى يُقاتل المسلمون اليهودَ، فيقتلهم المسلمون؛ حتى يختبئ اليهودي من وراء الحجر والشجــر فيقــول الحجــر أو الشجـر: يا مسلـم، يا عبد الله، هذا يهودي خلفي فتعالَ فاقتله إلا الغرقد؛ فإنه من شجر اليهود».

«د ابوهريرة (رضي الله عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: قيامت به تر هغه نه راځي تر څو چې مسلمانان د يهودو سره ونه جنګيږي، مسلمانان به يې وژني، تر دې چې يهوديان به تيږو او ونو لاندې پټيږي، نو تيږه او ونه به وایي چې: ای مسلمانه، ای د الله بنده! زما شا ته يهودي پټ شوی دی، راشه مړ يې کړه، خو يواځې د غرقد ونه به څه نه وايي، هغه ديهودو ونه ده».

مسلمانانو ورونو! فلسطین د سلګونو انبياؤ مدفن دی، بیت المقدس دمسلمانانو اولینه قبله ده او دریم هغه حرم دی چه ورتلل او لمونځ پکي کول دنورو ځایانو څخه زیات ثواب لری.

بیت المقدس دانبیاء کرامو ځانګو ده او داعلی امامتۍ ځمکه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې ټولو پیغمبرانو ته امامتې ورکړی وه او بیا د همدی ځای نه اسمان ته پورته شو.

مسلمانانو ۱۴۰۰کاله دی پاکی خاورې په ساتلو کی بی شمیره قربانۍ ورکړی دی نو هیڅوک په هیڅ دلیل داځمکه دمسلمانانو څخه نشی جدا کولی هغه که امریکا وی او که اسرائیل او که دکفر ټوله نړۍ وی. د کفارو نه ددی ځمکی ازادول داسی فرض دی لکه ۵ وخته لمونځ چی فرض دی، هرمسلمان چی ددنیا په هرځای کی وی شرعی مسئولیت لری چي دخپل وس مطابق دبیت المقدس ازادولو کي خپله برخه واخلی، په دی لاره کی سر او مال قربانول بهترین عبادت دی.

داسلامی ملکونو مشران دی یوازې په غندلو اکتفاء نه کوي او یوازې دی د ښځو په شان د خپل ګریوان شکولو باندی اکتفاء نه کوی بلکی عملاً داسلامی ملکونو مشرانو باندی فرض دی چي اولاً دامریکا او اسرائیلو سفیران وشړي، دامریکا او اسرائیلو سره خپل سیاسي تعلقات پری کړی او په دوهم قدم کي ورباندی فرض دی چي فوځي اقدام وکړی.

کومو ملکونو چي مخکې دتروریزم په نوم باندي دامریکا سره همکاری کړي ده او کوي یي هغوي دبیت المقدس په غصب کي دامریکایانو همکاران بللی شي، همدوي امریکایانو ته دبیت المقدس دغصبه ولو جرئت ورکړ، که دافغانستان او عراق په نیولو کې مسلمانانو دامریکایانو سره همکاري نه وی کړي نو نن به هیڅکله دوی دبیت المقدس دغصبه ولو جرئت نه وی کړي خصوصاً دحرمینو منجاورانو دکعبي د رب په ځاي ټرمپ ته سر نوی ټیټ کړي امریکا به هیڅکله دبیت المقدس دغصبه ولو جرئت نوی کړي، همدارنګې کچیري اسرائیلی داعشیانو په عربی نړۍ کې القاعدة (قائدة الجهاد) نوی ځپلې نو بیا به هم امریکا په دومره اخلاص او خلاص زړه جرئت نوی کړی چي دمسلمانانو محترمه او مقدسه ځمکه غصب کړي.

که مسلمانان نن هم راویښ نه شي نو بعیده نه ده چي امریکایان به دمسلمانانو په نورو مقدساتو حملې وکړي اوغصب یې کړي ځکه ټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپائنونو کې له مخکي نه ویلی وو که زه ولسمشر شوم نو بیت المقدس به داسرائیلو دپلازمیني په توګه په رسمیت وپیژنم او په دنیا کي به اسلام له منځه ویسم لهذا ټول مسلمانان دي په ټوله نړۍ کي دامریکایانو خلاف خپلي مبارزي ته دوام ورکړي چي یا ټول شهیدان شي اویا بیت المقدس دصهیونیانو صلبیانو د قبضی څخه ازاد شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x